سګریټ څکول مو له خیاله زیات هلاکونکی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ غوایي، ۱۳۹۸ل): د سګریټ څکولو په اړه ټولو ته څرګنده ده چې روغتیا ته په لوړه کچه زیان رسوي خو دا دومره هلاکونکی ثابتیږي چې انسان یې خیال هم نشي کولای.

د امریکا سرطان ټولنې د څیړنې سره سم سګریټ څکول یا کومه بله نشه کول په انسان کې ۲۱ بېلا بېلې ناروغۍ رامنځته کوي چې په کې دولس ډوله سرطان هم شامل دی.

ددغه څیړنې پرمهال په تېرو لسو کالونو کې د یو ملیون څخه زیاتو کسانو د معلوماتو بیا کتنه وشوه، په پایله کې معلومه شوه چې سګريټ څکول د سږو او خولې سرطان، د زړه حملې، د فالج او سږو ناروغیو رامنځته کېدو ستر لامل دی.

یوازې دا نه؛ بلکې ټپ پر انفیکشن اړول، د پښتورګو یا ګوردو ناروغي، ساه اخیستلو کې ستونزې، د وینې کمښت له کبله د کولمو ناروغۍ، همدا ډول د زړه او سږو داسې ناروغۍ رامنځته کیدل چې له دې وړاندې یې په اړه معلومات نه و موندل شوي.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د سګریټ څکونکو عمر د نه څکونکو په پرتله ۳سلنه لنډ وي، یعنې دا امکان لري چې سګریټ څکونکي دې د نورو په پرتله یوه لسیزه د مخه له مړینې سره مخ شي.

د سګریټ څکولو بله ستره ستونزه داده چې یوازې څکونکی نه بلکې دده تر څنګ کسان هم په سختو ناروغیو اخته کیږي، څیړنې زیاتوي چې د سګریټ څکونکي اولاد پيدایشي د زړه په ناروغۍ اخته زیږیږي چې په وروستیو کې یې د مړینې لامل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د