د امریکا د سولې استازی د «سولې» پر مشورتي لویه جرګه خاموش دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): حکومت وايي کابل کې روانه مشورتي لویه جرګه يې د دې لپاره راغوښتې چې د سولې لپاره چوکاټ او «سرې کرښې» مشخصې کړي، خو په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تړاو چوپه خوله دی.

که څه هم وړاندې تر دې خلیلزاد د حکومت مشران پر دې ملامتول چې په شپږ میاشتې کې يې د بین الافغاني تفاهم لپاره یو ملي پلاوی برابر نه کړای شو، خو اوس چې ظاهراً حکومت د سولې په نامه دا هڅه کوي خلیلزاد يې ناپامه نیسي.

تېره ورځ چې د جرګې لومړۍ ورځ وه، ګڼو کورنیو او باندنیو رسنیو، دلته د ناټو ملکي او د اروپايي ټولنې استازیو خپلې تبصرې وکړې، خو زلمي خلیلزاد تېر ماښام د خپل سفر په اړه څو ټویټونه وکړل، مګر دې جرګې ته يې اشاره هم کړې نه ده.

دا چې علت يې څه بلل کېږي، د چارو څارونکی او د بهرنیو مطبوعاتو لوستونکی واحد فقیري لیکي، دا چوپتیا دا باور غښتلی کوي چې د حکومت او واشګټن تر منځ اړیکي به لا ترېنګلې شي.

هغه لیکلي: «د جرګي نه یادول دا هم ښيي چي ښايي د اشرف غني دا عمل د واشنګټن او کابل تر مینځ موجوده درز او بې اعتباري لا زیاته کړي.»

د دې تر څنګ د ښاغلي فقیر په وینا د مسکو درې اړخیزې غونډې وښوده چې امریکا، چین او روسیه د افغانستان په اړه یوې اجماع ته رسېدلي دي.

«هغوی په ګډه د قطر د بین الافغاني مجلس د دایرېدو غوښتنه وکړه، ځکه د هغوی په نظر یوازې د مسکو او قطر غوندي مجلسونه د افغان ولس اراده تمثیلولای شي.»

خلیلزاد چې پرون له الیس ویلز سره یو ځای اسلام اباد ته رسېدلی دی، ښايي ورپسې قطر ته سفر وکړي.

هغه تېر ماښام په پرلپسې ټویټونو کې ویلي، کابل کې يې د حکومت له مشرانو او د ځوانانو له استازیو سره ګټورې خبرې درلودې، چې په وینا يې تر دوحې به يې هم ورسوي.