افغانستان

لویه جرګه؛ تېره ورځ دوه تنه له تالاره وایستل شول، خو په کومه خبره؟ – ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د مشورتې لويې جرګې په لومړۍ ورځ یو تن نارینه او یوه ښځينه ګډونواله د اشرف غني د عسکرو له لوري په زور له تالاره وایستل شول.

دا چې دا کسان ولې او په کومه خبره له غونډې وایستل شول، پخپله ګل محمد توحیدي چې له غونډې شړل شوی وايي پر اشرف غني يې نیوکه درلوده خو پرې نه ښودل شو.

هغه طلوع‌نیوز ته ویلي، ما غوښتل ورته ووایم چې ته پخپله د سولې پر وړاندې خنډ، د بې اتفاقۍ او نا امنۍ عامل يې، خو ويې شړلم.

«پر خپله مې پر ولسمشر اعتراض درلود، دا چې ته پخپله د سولې د راتګ پر وړاندې خنډ يې، ته پخپله په افغانستان کې د بې اتفاقۍ عامل شوې، نو تاسې د سولې د نه راتګ علت یاست.»

هغه وايي غوښتل يې چې استدلال وکړي، خو پرې نه‌ښودل شو، په وینا يې که د ولسي جرګې غړو قضايي مصؤنیت نه درلودی، ښايي جدي برخورد ورسره شوی وای.

له ښاغلي توحيدي پرته یوه بله مېرمن هم د جرګې له تالاره په زور وایستل شوه، خو لا هم څرګنده نه ده چې د نوموړې د شړلو عامل به څه و.

دې جرګه کې اشرف غني پرلپسې ټینګار وکړ، چې سانسور به نه لري، خو د دې تر څنګ شکونه شته چې د غونډې د پرېکړې مسوده تیاره ده او ګډونوال يې چې مطلق اکثریت يې دولتي مامورین دي ښايي له لوستو پرته د هوکړې لاسونه پورته کړي.

دغه جرګه چې پرون پیل شوې، نن يې د کمېټو چارې شروع شوې او سبا به همدا کمېټې خپل نظرونه له نورو ګډونوالو سره شریک کړي.

ظاهراً دا جرګه د سولې لپاره جوړه شوې، خو شاوخوا ۱۳ تنه نوماندان، لسګونه سیاسي څېرې او ګڼ سیاسي ګوندونه يې له دولتي بودجې د اشرف غني ځانګړې غونډه بولې چې د سولې پر پروسې به هیڅ کوم اغېز ونه لري.

د حکومت د نیم شریک عبدالله عبدالله ویاند مجیب رحیمي وايي، له دا ډول جرګو کومه هیله نه لري، یوازې یو مشخص جریان له بیت المال نه په ګټې نامشروع او غیر ضروري چارې پر مخ وړل غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x