د جرګې د کمېټو ټاکلو جریان

لویه جرګه؛ د اختلافونو له امله ښايي درې ورځې نوره هم وغځول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د لويې جرګې سمبالګر کمیسیون وايي، د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کېدو پر سر ناندریو له امله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغځول شي.

د دې کمیسیون ویاند عبدالرشید ایوبي بي بي سي ته ویلي، هڅه کېږي چې نن د کمېټو اداري هئت برابر شي، د جرګې د عمومي مرستیالانو او منشیانو ټاکنې سره د جرګې په موده کې ښايي توپیر راشي او درې ورځې نورې هم ورته په پام کې نیول شوې دي.

تېره ورځ محمد اشرف غني د غونډې په منځ کې له ټاکنو پرته پر عبدرب الرسول سیاف د مشرۍ غږ وکړ، د مخې کتار چکچکو د هغه د تایید څرګندوی وکړه، خو کله چې هغه خپل مرستیالان معرفي کړل، مخالفتونه ورسره را وپارېدل.

په ورته وخت کې د دې کمیسیون مرستیال ضیا‌‌ءالحق امرخېل امریکا غږ ته ویلي، چې دا مشنیان او مرستیالان به د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

هغ ویلی، پخپله د کمېټو چارې بشپړې شوې، ټولې ۵۱ کمېټې جوړې شوې، چې هره کمېټه کې ۸۱ تنه راټول دي او د دې کمېټو مشران او منشیان هم ټاکل شوي دي.

هغه وویل هڅه کوي چې نن د جرګې مرستیالان او منشیانو ګمارنه هم پای ته ورسوي، خو د دې تر څنګ د جرګې د غځېدو امکان پر ځای پاتې دی.

دا په داسې حال کې دی چې د روانې اوونۍ له پیله کابل ښار تړل شوی، د موټرو په تګ راتګ بندیز دی، ګڼ خصوصي او دولتي دفترونه تړل شوي او ان د روغتيايي خدماتو په ټپه درېدو له امله شکایتونه شوي دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې بشپړې اوونۍ د سوداګرو سلګونه پر توکو بار لارۍ د ښار څنډو کې ځنډولې چې میلیونونه ډالر زیان يې اړولی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د