دوامداره او غیرمنظمې رخصتي د اقتصاد او پرمختګ لپاره زهر دی

صيام پسرلی

له بده مرغه موږ یو له هغو وروسته پاتي هېوادونو څخه یو، چې د پرمختګ، سوله، پیاوړي اقتصاد او د ښه ژوند کولو ارمان لرو ولې کار ورته کم کوو. موږ د ځمکي پر سر یواځینۍ هېواد یو، چې ډېر وخت مو په رخصتیو کې تېریږي.

موږ په کال کې۳۶۶ ورځې لرو

۵۲ ورځې جمعه
۵۲ ورځي پنجشنبه
۵۲ ورځي د شنبې رخصتي خارجي ادارات = اوس پوښتنه داده، چې د کوم قانون له مخې په یو هېواد کې دوه ډوله برخورد کېږي.
۲ د نوي کال او د بزګر رخصتۍ
۱ د رمضان مبارک میاشتي رخصتي
۳ ورځي کوچنۍ اختر
۴ ورځي لوی اختر
۱ لسم د محرم
۱ میلاد نبی
۱ ورځ ۸ ثور د مجاهدینو د بریا ورځ
۱ ورځ د خپلواکي ورځ
۱ د احمد شاه مسعود او نورو شهيدانو ورځ
۱ د روسانو د ماتي ورځ
ټول ۱۶ ورځي

نا پلان شوي رخصتي په لاندې ډول دي:

۳ ورځي انتخابات
۵ ورځي جرګه
۲ دوه ورځي د کابل پروسي برنامه
۵ ورځي د som، د اسیا د زړه کنفرانس، ریکا او نورې مهمې ناستی
۳ ورځي د ځینو مهمو سیاسي مشرانو مړینه او یا هم وژل کېدل
ټول: ۱۸ ورځي

که دا ټول ورځي وشمېرو:

۵۲ ورځې جمعه
۵۲ ورځي پنجشنبه
۵۲ ورځي د شنبې رخصتي خارجي ادارات
۱۶ ورځي پلان شوي رخصتۍ
۱۸ ورځي نا پلان شوي یا غیر مترقبه رخصتي

په یو کال کې مجموعي رخصتۍ ۱۹۰ ورځي کیږي چې په کال کې موږ ۱۷۶ ورځي کار کوو.

په رخصتیو کې موږ د لاندې جدي ستونزو مخ کېږو:

1. بانکونه او صرافی مارکیټونه رخصت وی
2. حکومتي ادرات رخصت وي
3. ځیني روغتونونه رخصت
4. تحصیلي مراکز رخصت وي، دوی نه شي کولای چې نصاب پوره تدریس کړي
5. تولیدي او صنعتی مراکز رخصت
6. لارې بندې وي انتقالات نه کېږي د مارکیټ تقاضا نه پوره کېږي
7. کارمندانو ته معاش، د ځای کرایه، د برق مصرف ورکول کېږي او په مقابل کې هیڅ کار نه ترسره کېږي.
8. ځیني مهم قراردادونه د لاسه وځي ځکه چې وخت او زمان یې ټاکلی وی
9. د سیمي د هېوادونو سره زموږ سوداګریز او اقتصادي اړیکي زیانمنی کېږي
10. سفارتونو او خارجي اداراتو سره زموږ کار ځنډنی کېږي.
11. د وخت او پیسو ضایعه
12. لوي برنامې، کنفرانسونه او نندارتونونه نه ترسره کېږي.
13. د کارمندانو تنبلي
14. د کارونو او پروژو پر وخت نه تطبیق کېدل
15. مالي زیانونه یې د خصوصي سکټور له انده په ورځ کې دوه میلونه ډالره اټکل شوی دی
که نور زیانونه هم لري، تاسو یې په کمنټ کې ولیکۍ، چې دا ویډیو تر ارګه ورسیږي

د نور هېوادونو سره پرتله:
پرمخ تللي هېوادونه دري الی څلور شفته کار کوي موږ یواځې یو شفت یا وخت
په نورو هېوادونو کې نا پلان شوي رخصتي ډېرې کمې وي ولی زموږ په هېواد کې ډېر دی
نور هېوادونه د خپلو دولتي او رسمي چارو لپاره منظم سیستمونه او ځایونه لري، موږ یې نه لرو.

وړاندیزونه:
1. ټول رخصتۍ باید د قانون په رڼا کې وټاکل شي
2. د دولتي مراسمو لپاره د مشخصو ځایونو جوړول چې عام خلکو او خصوصي سکټور ته زیان ونه رسوي
3. د رخصتیو د ورځو کمول
4. په مراسمو او پروګرامونو کې د ټول دولتي چارواکو چې مستقیما مسوولیت نه لري نه شاملول
5. د دولتي مراسمو لپاره د لارو نه بندول

او داسې نور…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د