فالج څخه د مخنیوي «۱۰» غوره لارې چارې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ غوایي، ۱۳۹۸ل): فالج داسې یوه ناروغي ده چې نه یوازې د بدن کومه برخه بې حسه کوي بلکې د مړینې لامل هم کیږي، تر ټولو بده یې داده چې د هر عمر کس ته یې د لګیدو خطره وي.

فالج هغه مهال رامنځته کیږي چې دماغو ته وینې ورکونکي رګونو کې وینه یا اکسیجن جام (ischemic stroke) او یا هم وشلیږي چې (brain hemorrhage) ورته ویل کیږي.

د فالج له نښو څخه د سر سخت درد، سر ګرځېدل، د نظر خړیدل، په خبرو کې ستونزې، په تلو تلو کې غورځېدل، مرۍ کې درد او داسې نورې نښې دي چې د پېښیدو پرمهال ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع کول په کار دي، ولو که وروسته دغه یوه عامه ناروغي هم ثابته شي خو هر مهال یې معاینه اړینه ده.

تاسو کولای شئ په روزمره ژوند کې ځینې داسې کارونه ترسره کړئ چې د فالج خطرې مخنیوی پرې کولای شئ!

رومیان خوړل

د لایکوپین په نامه اکسایډ ضد په رومیانو کې موندل کیږي، د څیړنو له مخې د کوم کس په وینه کې چې دغه ماده زیاته موندل کیږي په دوی کې د فالج هر ډول ۵۵سلنه، او په رګونو کې د وینې جمع کیدلو ګواښ ۵۹سلنه کمیږي، ددې اکسایډ ضد مادې زیاته کچه په رومیانو کې موندل کیږي خو هندواڼه او امرود هم مرسته کولای شي.

خوله تویول

ورزش کول په عام ډول د فالج ګواښ په لوړه کچه کموي، د یوې نوې څیړنې له مخې ورزش، منډه وهل او یا پر سایکل ګرځېدل له کوم سره چې له بدن نه خوله وځي د فالج خطره کموي، همدا ډول په خپل ژوند کې له سګریټو څکولو ځان ساتل، ورزش، وزن نورمال ساتل او له الکحولو لرې والی مو بدن کې د فالج ګواښ ۸۰سلنه کمولی شي.

د مالګې کم استعمال

پوهانو هره ورځ د نیمې کاشوغې مالګې استعمال سپارښتنه کوي خو اکثره خلک مالګه ډيره استعمالوي چې د وینې فشار لوړوي او د فالج ګواښ زیاتولو لامل کیږي، څوک چې په خپلو خوړو کې د مالګې استعمال ډير کوي د فالج رامنځته کیدو ګواښ يې دوه چنده کیږي.

وزن کمول

چاغوالی د یو شمېر ناروغیو جرړه ده، ځکه چې له دې څخه شکر او د وینې فشار ناروغي رامنځته کیږي او همدغه دواړه ناروغۍ د فالج رامنځته کیدلو اصلي لاملونه دي، لږ تر لږه په خپل وخت په بدن کې ۴ کیلو وزن کمول هم تر ډیره د فالج ګواښ کموي.

کولیسترول کنترول ساتل

کولیسترول یا غوړ چې بدن کې زیات شي په رګونو کې د وینې جام کیدو امکان زیاتیږي، دا د وینې جریان محدودوي او د فالج رامنځته کیدو لامل ګرځي، باید هغه خواړه ونه خوړل شي چې د کولیسترول کچه لوړوي.

د زړه درزا

د زړه درزا کې ګډوډي د فالج ګواښ ۵سلنه زیاتوي، که چیرې ستاسې د زړه درزا ډیره زیاته وي او یا هم د ګډوډۍ ښکار وي نو ډاکټر ته رجوع وکړئ تر څو یې لامل په ډاګه شي.

روزانه یوه مڼه

د څیړنو له مخې څوک چې هره ورځ تر ۱۷۱ ګرامو سپین ډوله میوې خوري په دوی کې د فالج ګواښ ۵۲سلنه کمیږي، مڼه، ناک، کیله، بادرنګ، هوږه او پیاز په دې ستونزه کې مرسته کولای شي.

فشار

که څوک د وینې فشار ستونزه لري باید هره ورځ فشار معاینه کړي، د څیړنو له مخې د فشار ناروغ لپاره په فشار کې معمولي زیاتوالی هم د فالج ګواښ له ۵۵سلنې څخه تر ۷۹سلنې لوړوي، د وینې فشار کنترولولو لپاره د ورځني خوړو خیال وساتل شي او د سګریټ څکولو عادت پریښودل شي.

انديښنې او ذهني خپګان

د فالج یو له سترو لاملونو څخه زیاتې انديښنې یا ذهني خپګان «ډپریشن» کول دي، د یوې تازه څیړنې سره سم په خپګان اخته کسانو کې د فالج کواښ ۴۵سلنه وي او د مړینې ګواښ یې تر ۵۵سلنه لوړیږي، ځینې مهال انسان د مایوسۍ یا زیات خپګان پرمهال سګریټ څکوي، ناسم خواړه کوي او ورزش پریږدي، چې دا پر دماغو بوج راولي او په پایله کې انسان د فالج ښکار کوي.

ناپاکه غاښونه

بېلا بېلو څیړنو د ناپاکه غاښونه او د وینې رګونو ترمنځ اړیکه موندلې، پوهان وایي چې د غاښونو او ورۍ ناپاکي بدن کې د باکتریاو شمېر زیاتوي کوم چې د وینې په رګونو حمله کوي او د وینې جریان لپاره ستونزې پيدا کوي، د فالج مخنیوي لپاره دا هم اړینه ده چې هره ورځ مو غاښونه پاک کړئ!

همدا ډول سګریټ څکول په هر عمر کې انسان د فالج ګواښ سره مخ کوي، د ډاکټر له مشورې پرته درمل استعمالول او ګډوډ خوراکونه کول هم د یادې ستونزې لامل کیږي، په پورته لارو عمل کول مو تر ډیره د یادې ستونزې څخه ژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د