افغانستان

اسماعیل خان: که جرګه د اشرف غني د واک پر دوام ټینګار وکړي، سولې ته نه رسېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی او د تېر جهاد یو قومندان محمد اسماعیل خان وايي، که مشورتي لویه جرګه د اشرف غني د نامشروع واک پر دوام ټینګار وکړي، نو سولې ته رسېدل به سخت کړي.

هغه په هرات کې یوې غونډې ته وویل، د جرګې غړي باید عدالت په پام کې ونیسي او دې ته يې فکر وي، چې د اشرف غني واک د جوزا له لومړۍ وروسته مشروعیت نه لري.

هغه وویل: «که همدا نن دا اوسنۍ لویه جرګه دا چې حکومت عملاً مشروع نه دی، بیا هم د حکومت پر دوام ټينګار وکړي، باور وکړئ سولې ته نه رسېږو.»

جمعیت یو له هغو ګوندونو څخه دی چې دا جرګه يې تحریم کړې او ان له دولتي امکاناتو په استفادې يې د اشرف غني «خپله غونډه» بللې ده.

په ورته وخت کې د جمعیت اجراییه مشر او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم اشرف غني ته ګواښ کړی چې د جوزا له پیله باید واک خوشي کړي.

روهي ویبپاڼې د یو ټلویزون د مرکې په حواله لیکلي، نور ګواښ کړی، که اشرف غني واک پرې نه ږدي، نو د ډاکټر نجیب پر برخلیک به اخته شي.

وړمه ورځ طالبانو هم روانه جرګه د ډاکټر نجیب د واکمنۍ په وروستیو کې یوې جرګې ته ورته بللې وه، چې د هغه له نسکورۍ يې دفاع ونه کړای شوه.

د چارو څارونکي او د دې جرګې مخالفین اشرف غني د واک د دوام پر هڅې او د سولې د روانې پروسې پر سبوتاژ کولو تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

دلویی جرګی جوړول دناپوهانواکثریت دۍ چه پراسلامی دفاع کونکو دکمونسټ او وطن فروش درژیم دفشاروسیله ده دامریکااوددغه رژیم هیڅ فرق نسته حتا تر امریکا هم بددی ولی چه دوی په افغانی شکل اولیباس کفاراوملحدین دی چه داسلام سخت سر سخته دښمنان دی،کفاراوس دجنګ دمصارفوتوان نلری پریب اوخطا یستوته یی ملاتړلی ده چه خپل جاهلا پخپله نفعه دجهادکونکوپه مقابل کی استعمال کړی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x