لویه جرګه؛ تحریموونکو د سیاف بلنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د لويې جرګې مشرۍ د غونډې په منځ کې عبدرب الرسول سیاف ته ور له غاړې شوه، هغه د غونډې پر تحریموونکو په تېره بیا اجراییه رییس غږ وکړ چې د جرګې په وروستۍ غونډه کې برخه واخلي.

د سیاف په وینا ځينې «کوچني نزاکتونه» شته چې دا خلک برخه نه اخلي، خو دا د دې مانا نه لري چې دوی د سولې خلاف دي.

د نوموړي په غبرګون کې د اجراییه ریاست سلاکار حکمت ساپي ويلي دا پرېکړه يې شعوري کړې او باور لري چې له دې ملي دود نه شخصي ګټه اخیستل کېږي.

هغه ازدي راډيو ته ویلي، پر ځای پرېکړه يې کړې، د جرګو دود ته احترام لري خو په وینا يې «جرګې باید شخصي نه‌شي.»

په ورته وخت کې د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحيمي دا د اشرف غني جرګه بللې او په وینا يې که اجراییه رییس يې ومني، کنه؛ کومه پایله نه لري.

هغه اریانا نیوز ته ویلي: «اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ښاغلي اشرف غني د سولې مشورتي جرګه تحریم کړې ده، نه په اوس وخت کې ورته اړتیا لیدل کېږي او نه هم لازم مشروعیت لري.»

د ملي همبستګي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني هم ورته څرګندونې لري او په خبره يې باوري دي، چې دا جرګه موږ د سولې په برخه کې یو بن‌بست سره مخ کوي.

هغه زیاتوي چا چې دا غونډه تحریم کړې پر فکر يې تحریم کړې، ځکه دوی د افغان ملت پر وړاندې د شرم دا مسؤلیت پر غاړه نه شوای اخیستلی.

دا جرګه چې د ولسمشریزو ټاکنو ۱۳ نوماندانو، شاوخوا ۷۰ تنه مخورو سیاسي څېرو او ګڼو سیاسي ګوندونو رد کړې، د حنیف اتمر ټيم يې د تحریم علت دا بولي چې د بین الافغاني تفاهم خنډ ګرځي.

د دې ټیم ویاند قادرشا وايي، د جرګې اهداف کمپایني دي «او همدا شان د بین الافغاني مذاکراتو د جوړېدا خنډ ګرځي» ځکه پکې ګډون نه کوي.

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي مخکښ مشر او د تېر جهاد قومندان محمد اسماعیل خان د جرګې پر ګډونوالو غږ کړی چې عدالت له پامه ونه غورځوي.

هغه وايي، که دا جرګه د اشرف غني د واک پر دوام ټینګار وکړي، نو سولې ته به ونه رسېږو.

دا جرګه چې پرون پیل شوه، د څلورو ورځو لپاره يې اټکل شوی و، خو د جرګې د مرستیالانو او منشیانو پر سر ناندریو يې د وخت د غځېدو امکان زیات کړی دی.

د دې جرګې د سمبالګر کمیسیون غړي عبدالرشید ایوبي ويلي، ښايي درې ورځې وخت نور هم ور اضافه کړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

کاشکی ددې جرګې مشری د سیاف پر ځای د کوم بل چا په غاړه وای، په هر حال هغه کسان چي دا جرګه ئې تحریم کړېده هم اکثره د ښه نیت او ښه فکر خاوندان او ښه خلګ ندی او طالب غوندی په وولس کی هیڅ ځای نلری. نوموړې جرګه شاید ددې کسانو په نزد مشروعیت او قانونیت او خاصه کړنه ونلری خو هیله ده ددې جرګې نتیجه د سولی او آرامۍ او پراخ تفاهم او همدارنګه د فاسدو عناصرو د انزوا لامل وګرځی.بلآخره یوه لیاره باید د روانو ستونزو د آوارۍ لپاره وموندل شی، داسی خو هم نه کیږی… نور لوستل »