افغانستان

ننګرهار؛ ګډو ځواکونو د مېرمنو په ګډون نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا پر ملکي کورونو چاپې وهلې او د دوو مېرمنو په ګډون يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچینې وايي پېښه د دې ولسوالۍ په زاوه سیمه کې شوې ده چې اوه تنه يې وژلي او دوه مېرمنې يې ټپيانې کړې دي.

د سرچینې په وینا وژل شوي کسان چې د سیمې ځايي اوسېدونکي و، عبدالشکور، عبدالغفور، عبدالصبور، حنیف الله، سیف الله، قادر او یارمحمد نومېږي.

د ننګرهار ځايي چارواکي د ورته نورو ملکي تلفاتو په څېر د تازه پېښې اړوند هم څه نه دي ويلي، خو طالبانو پرې خواشیني ښکاره کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا جنایت بللی او زیاته کړې يې ده چې ګډو ځواکونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم «د روانې میاشتې پر شپږمه» د خوږیاڼو په فاتح خیرکي کې ګډو ځواکونو د اقتصاد پوهنځي محصل خالد، یو ښوونکی او ۱۱ تنه نور ملکي وګړي ووژل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

د سولی په نوم د خلیلزاد منافقت د سر وخوری ټول افغانان یی دربدره کړه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close