ورزش

چمپینز لیګ: ایاکس لوبډلې لومړۍ نیمه پایلوبه کې ټوتنهام ته ماتې ورکړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه کې د هالنډۍ لوبډلې «ایاکس» د انګلستانۍ لوبډلې «ټوتنهام» ته په یو-صفر ماتې ورکړه.

د چمپینز لیګ د لومړۍ نیمه پایلوبې په لومړي پړاو سیالۍ کې ځوانې لوبډلې ایاکس، سیال لوبډلې ټوتنهام ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته یو قدم نږدې شوه.

د نیمه پایلوبې په دویم پړاو سیالۍ کې ایاکس لوبډله که بریا خپله نه کړي په مساوي کیدلو هم کولای شي پایلوبې ته لار ومومي، خو بالعکس ټوتنهام لوبډله پایلوبې ته د وتلو لپاره باید سیال لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د لوبې پېل د شپې په ۱۱:۳۰ بجې وشو چې په ۱۵مه دقیقه کې د ایاکس لوبډلې لخوا «دوني وان دي بیک» ګول وواهه، له دې وروسته ایاکس لوبډلې ته یو وار بیا په زړه پورې چانسونه په لاس ورغلل خو په ګول وهلو ونه توانېدل، چې په همدې ډول لوبه په یو-صفر د ایاکس په بریا پای ته ورسیده.

https://youtu.be/-5apc-VHvoQ

له بل پلوه به نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د چمپینز لیګ تر ټولو ستره نیمه پایلوبه چې د محمد صلاح او لیونل میسي (لیورپول د برسلونا پر وړاندې) لوبډلو ترمنځ  کیږي ترسره شي.

د یادونې ده چې د ایاکس ځوان لوبډلې په شپاړسم پړاو کواټر فاینل سیالۍ کې ریال مدرید او په کواټر فاینل سیالۍ کې د کریسټیانو رونالډو لوبډلې «یوونتوس» ته په ماتې ورکولو هغوی له سیالیو بهر او خپله نیمه پایلوبې ته ووتله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x