شعـــــرونه

څه سول د سولې کاروانونه څه سول؟

اسدالله رزين
څه سوو! د سولې کاروانونه څه سوو!
څّه سوو! هر وره کې پرلتونه څه سوو!

څه سوو! هغه چې لوڅې پښې روان وو
څه سوو! د سولې غبرګ ډولونه څه سوو!

څه سو! شروع څه سو انجام د سولې
څه سو! میډیا کې مست پیغام د سولې

څه سوو! هغه چې موږ ته یې سوله راوړه
څه سو! هغه فکر او امام د سولې

څه سوه!زموږ وینې په وتو ستړې سوې
څه سوه!زموږ ساوې په ختو ستړې سوې

څه سوه! لمبوکې سوځو پار د خدای ده
څه سوه! چې وزې له رګو ستړې سوې

څه سوه! زموږ هیلې په سړو کې وسوې
څه سوه! د ظلم په چاپو کې وسوې

څه سوه! موږ څه کړي ګناه مو څه ده
څه سوه! د چا په آرمان ختو کې وسوې

څه سوه! توررسرې ماشومان ژاړي
څه سوه سوړ ژمی شین آسمان ژاړي

څه سوه! دا څوک ده که تاتار راغلی
د شپې سنګین سهار ګیلان ژاړي

څه سوه! دا څوک ده په اورو مو ولي
له ځمکې آسمانه په غمو مو ولي

کورونه ګډ دي کنډوالو کې اوسو
په درد تپونو او مرګو مو ولي

څه سوه چې مخ را اړولی نه سي
څه سوه! چې ویر ته مو کتلی نه سي

څه سوه! دا کوم ظالم یی مخه ډب کړه
څه سوه! چې موږ سره ژړلی نه سي

څه سوه! د هرې خولې وینا سوله وه
څه سوه د هر مظلوم دعا سوله وه

څه سوه! په هره ژبه ورد سوله وه
څه سوه! مات زړه ته تسلی سوله وه

څه سوه! ماشوم للو، للو کې غوښته
د خوب سندره یې ځانګو کې غو ښته

څه سوه! د مور سوړ اوسیلې کې سوله
څه سوه! چې کونډو په سلګو کې غوښته

څه سوه خالقه سوله چا وخوړه
څه سوه! شیطان او که بلا وخوړه

څه سوه (رزینه) انسانیت یې غواړي
څه سوه!؟ غلام د امریکا وخوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x