امریکا: ښوونځي کې د ډزو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۱غویی، ۱۳۹۸ل): د امریکا د شمالي ایالت کارولینا په یوه پوهنتون کې یو تن وسلوال پرون ناوخته ناتار ډزي کړي چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې د مرګ ژوبلې د زیاتیدو ویره نوره هم پرځای ده، بلخوا د بیړنیو روغتیایی خدماتو ادارې ویلي چې د څلورو زخمیانو حالت نازک دی، دغي ادارې ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د نورو وژل شویو او ټپیانو په لټون پسي دي.

د پیښې د لامل په اړه جزیات نه دي ورکول شوي، خو امنیتي چارواکو ویلي چې بریدګر یې نیولی. بریدګر د دغه پوهنتون UNC Charlotte زده کوونکی 22 کلن ټریسټن اې ټریل نومیږي.

د (UNC Charlotte) په نوم دغه پوهنتون څه باندي 3 زره پوهنځۍ او عمله لري چې د شاګردانو شمېر یې 26500 ته رسیږي.

دا لومړی ځل نه دی، په امریکا کې دا ډول پیښې اوس د یوي معمولي چاري بڼه خپله کړې ، ویل کیږي چې د امریکا په بهرنیو جګړو کې دومره کسان نه دي وژل شوي، لکه په کوردننه چې په دې ته ورته پیښو کې وژل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د