
د کاڼي کرښې «دېرشمه برخه»
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. اذَا نَظَرَ أَحَدُكُمْ إِلَى مَنْ فُضِّلَ عَلَيْهِ فِي الْمَالِ وَالْخَلْقِ فَلْيَنْظُرْ إِلَى مَنْ هُوَ أَسْفَلَ مِنْهُ مِمَّنْ فُضِّلَ عَلَيْهِ . صحیح مسلم
ترجمه : کله چې یو ستاسې هغه چاته وګوري چې تر ده څخه زیات مال او سهولت ورکړل شوی وی نو هغه چاته د وګوري چې ده ته تر هغه څخه زیات ورکړل شوی وی .
۲.لا تشربوا في آنية الذهب والفضة. صحیح البخاري
ترجمه : د سپینو زرو او سرو زرو په لوښو کې څښاک مه کوئ .
۳. لا تكثر الكلام بغير ذكر اللّه، فان كثرة الكلام بغير ذكر اللّه قسوة للقلب، وان أبعد الناس من اللّه القلب القاسي. سنن الترمذي
ترجمه : خبرې زیاتې مه کوه بغیر د الله تعالی له ذکر نه ځکه ډېرې خبرې کول زړه سختوي او بېشکه د الله تعالی نه ډېر لرې سخت زړه دی .
۴. إن الله عز وجل أحل لإناث أمتي الحري والذهب، وحرمه على ذكورها. سنن النسائي
ترجمه: بېشکه الله تعالی روا کړي دي زما د امت لپاره ورېښم او سره زر او حرام کړي یې دی زما د امت نارینه وو ته .
۵. حضرت جابر رضی الله عنه فرمایي : دخل النبي صلى الله عليه وسلم يوم الفتح وعليه عمامة سوداء. سنن النسائي
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم د فتح په ورځ مکې مکرمې ته پداسې حالت کې ننوتلو چې تور پټکی یې په سر وو .
۶. القتل في سبيل الله يكفر كل شيء، إلا الدين. صحیح مسلم
ترجمه : د الله تعالی په لاره کې وژل کېدل د هرشي کفاره کیږي (هره ګناه ختموي) بغیر د قرض نه (څرنګه چې قرض د بنده حق دی هغه په شهادت سره هم چا ته نه بښل کیږي) .
۷. من كظم غيظا وهو قادر على أن ينفذه دعاه الله سبحانه وتعالى على رؤوس الخلائق يوم القيامة حتى يخير من الحور العين ماشاء. سنن الترمذي
ترجمه : چا چې خپله غصه تېره کړه پداسې حالت کې چې دی د خپلې غصې په عملي کولو (د مقابل لوري په مقابل کې په څه کولو) قادر وو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په وړاندې را وغواړي تردې چې د حورو په مینځ کې به اختیار ورکړي چې کومې یې خوښې وي .
۸. اسمعوا هلْ سمعتُمْ أنَّهُ سيكونُ بَعدي أُمراءٌ فمنْ دخَلَ عليهِم فصدَّقهُم بِكَذِبِهم وأعانَهُم على ظُلمِهِم فليسَ منِّي ولستُ منهُ وليسَ بواردٍ علىَّ الحوضَ. سنن الترمذي
ترجمه : واورئ آیا تاسې واورېدل بېشکه زما نه به وروسته امیران وي څوک چې هغوی ته ورغلل کله چې امیرانو درواغ ویل نو ورتلونکي کس یې تصدیق وکولو د هغه درواغو ته یې رښتیا وویل او د هغه سره یې په ظلم کې مرسته وکوله نو هغه زما څخه نه دی او زه له هغه څخه نه یم او هغه به زما حوض ته نه راځي .
۹. كُلُّ مَعْرُوفٍ صَدَقَةٌ. صحیح البخاري
ترجمه : هر نېک کار صدقه ده .
۱۰. أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أتي بلبن قد شيب بماء، وعن يمينه أعرابي، وعن شماله أبو بكر، فشرب ثم أعطى الأعرابي وقالالأيمن فالأيمن. صحیح البخاري
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شودې راوړل شوې چې اوبه ورسره ګډې کړل شوې وې او ښي اړخ ته یې یو کوچی ناست وو چپ لور ته یې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه ناست وو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه شودو څخه څښاک وکولو بیا یې لوښي هغه کوچي ته ورکړو (سره ددې چې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه په صحابه کرامو کې د لوړې مرتبې شخصیت وو) بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسې ښی لاس په ښی لاس یې ورکوئ .