افغانستانخبرونه

طالبانو له امریکا سره د نوي پړاو مذاکراتو د پیل خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):طالبان وايي؛ نن ورځ له امریکا سره په دوحه کې د شپږم پړاو پړاو مذاکراتو پیل کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي « نن چهارشنبه د میلادي میاشتې (می) په لومړۍ نیټه به په دوحه کې د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتو شپږم دور پیل شي».

دا چې د غونډې اجنډا به څه وي او یاد دور مذاکرات به څو ورځې دوام وکړي طالبانو یې لا هم په اړه څه نه دي ویلي خو؛ کابو یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې؛ په شپږم پړاو مذاکراتو کې به د تېر دور مذاکراتو جزئیات څېړل کېږي او تمه ده چې له امریکایانو سره د بهرنیو عسکرو په وتلو یوې هوکړې ته ورسېږو.

په ورته مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د نوي پړاو مذاکرتو د پیل خبرونه داسې مهال ورکول کېږي چې؛ په روانه میلادي میاشت کې امریکا له چین او روسیې سره هم د امریکايي عسکرو په وتلو سلا شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x