نړۍ

فلسطین: د حماس د ډلي مشرانو د اسامه بن لادن د امریکا له خوا وژل وغندل

ismail_haniyaفلسطینی مشر اسماعیل هنیه نن د امریکا له خوا د اسامه بن لادن وژل او امریکا سیاست چي د مسلمانانو او عربانو ویني تویول دي، په کلکه سره وغندل.

هنیه وویل چي مونږ د هر مجاهد، هر انسان که مسلمان وی او که عرب، په کلکه سره غندو او د خدای څخه دعا کوو چي خپل رحمت پر وکړي.

ده زیاته کړه چي که چیري دا خبره صحت ولري، نو مونږ دا فکر کوو، چی دا د امریکا د هغه سیاست سلسله ده چي پر ظلم، زور او د مسلمانانو او عربانو پر قتل باندی ولاړ دی.

نومړي وویل چي که څه هم مونږ د اسامه سره په اجتهاداتو کي اختلاف درلود خو مونږ یي مرګ غندو.

د بلي خوا د حماس د ډلي یو بل مشر اسماعیل الاشقر وویل چی د اسامه وژنه لوی جرم او یو دولتي تروریزم دی، چي امریکا تر سره کړ، او دا چي د هغه قتل د قانون خلاف وو، او امریکا ددې جرم مسولیت په غاړه لری.

اشقر فرانس پرس ته وویل چي د اسامه قتل د یو هیواد ترورزم دی، چي امریکا یی د مسلمانانو په ضد کوی، امریکا کولای سوای چي اسامه ونیسی، او یو عادله محکمي ته یی وړاندي کړی، امریکا دا جرم د اسلام او د مسلمانانو د را پاروني په مخ ترسره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x