افغانستان

امریکايي استخبارات: داعش تر سوریې وروسته افغانستان ته رامخه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):وروسته له هغه چې اسلامي دولت ډله یا «داعش» په سوریه او عراق کې د کرد وسلوالو او ایتلافي ځواکونو له لوري وځپل شوه، د امریکا د څارګرې ادارې چارواکي وايي؛ اوس داعش افغانستان ته رامخه کړې.

عرب نیوز د یوه امریکایي چارواکي له خولې لیکي «په سوریه او عراق کې تر یوه خونړۍ دوران تېرولو وروسته اوس داعش افغانستان ته رامخه کړې او غواړي دلته د پښې تم کېدو ځای پیدا کړي او هڅه کوي خپلې تجربې، زده کړې او هر هغه څه چې په سوریه کې یې ترسره کړي وو په افغانستان کې وازمويي ».

د نوموړي په وینا؛ که موږ له تروریزم سره مبارزه روانه ونه ساتو داعش به په یو کال کې دننه وکولای شي زموږ په هیواد کې دننه حملې ترسره کړي.

یاده دې وي چې؛ امریکايي چارواکي داسې مهال له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د راتګ خبره کوي چې؛ ددې ډلې مشر له پنځه کلن ځنډ وروسته دوې ورځې وړاندې په یوه ويډيويي کلیپ کې راڅرګند شو او څرګندوله یې چې د خپلو جنګیالیو د غچ اخستلو په موخه یې په ۸ هیوادونو کې    عملیات پیل کړي.

په نوموړي ویډیو کې ښکاري چې؛ د داعش مشر تور څادر په سر اچولی او د ناستې د ځای شاوخوا یې افغاني کالي هوار دي، له دې ډول قوارې سره د داعش ډلې د مشر راڅرګندېدلو په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر غبرګونونه راپاورلي او ځیني سیاسي مبصرینو د امریکا له لوري د داعش په واسطه د جګړې د یوه نوي محاذ د پیل کېدو وېره ښودلې .

بل لوري ته؛ امریکايي چارواکي داسې مهال افغانستان ته د داعش د راتګ خبرونه ورکوي چې؛ د طالبانو سره د امریکايي مذاکراتو لړۍ پیل شوې او تمه ده په راتلونکې پړاو مذاکراتو کې امریکا د خپلو عسکرو ایستل ومني او طالبانو ته «له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د خطر نه پېښېدلو» دروند مسئولیت ور له غاړې شي.

د څارونکو په اند؛ په داسې یوه پړاو کې د داعش ډلې د مشر انځور خپرول او ورسره جوخت یې افغانستان ته د راتګ خبرونه ورکول د طالبانو د ننګولو او په مذاکراتي مېز باندې په هغوی باندې د فشار راوړلو په موخه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x