افغانستانخبرونه

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزېرې له «ملا برادر اخند» سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزېرې « ریتنو لیستاري» او ورسره هیئت د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي او د سولې په وروستیو هڅو یې ورسره خبرې کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې « په دې کتنه کې محترم ملا برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د امریکايي ټیم سره د اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم په روانو مذاکراتو نظرتبادله کړ او دا راز یې هغه لاملونه  په ګوته کړل کوم چې په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس د لغو ه کیدو سبب ګرځیدلي وو».

د اعلاميې په بنسټ؛ په یاده کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کشالې د حل په موخه په خپلمنځي اړیکو ټینګار وکړ او د بهرنیو چارو وزیرې په دې برخه کې طالبانو ته د خپل هیواد له لوري د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده څو د افغانستان روانه جګړه هر څومره چې ژر کېدلای شي پای ته ورسېږي.

یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې د ازبکستان، اندونیزیا او ګڼو نورو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو د طالبانو  سیاسي دفتر ته مخه کړې او په لوړه سطحه له هغوی سره د راتلونکي افغانستان او په دې هیواد کې د خپل رول په اړه غږېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x