
خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کشالې د حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د افغان سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې او ادعا یې کړې چې یاد هیواد په رښتونې ډول د سولې په برخه کې هڅې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د خلیلزاد او پاکستاني لوړپوړو چارواکو تر منځ د لیدنو د خبر تر څنګ زیاته شوې چې « خلیلزاد لومړی د سولې په تړاو د عمران خان له وروستیو څرګندونو مننه وکړه او بیا یې له پاکستاني لوري وغوښتل څو د بین الافغاني مذاکراتو د دایرولو او په افغانستان کې د تشدد د راکمولو په برخه کې مرسته وکړي چې د پاکستاني لوري له طرفه ورته ډاډ ورکړل شو».
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « خلیلزاد څرګنده کړه چې افغان سوله به افغانستان او سیمې ته ثبات راوړي او یو داسې افغانستان جوړېدو ته به لاره هواره کړي چې ترهګر پکې ځای ونه لري او د ټولې سیمې په ګټه وي».
یاده دې وی چې؛ خلیلزاد په لومړي ځل د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې رښتونې بللې او په وینا يې؛ ترې اغېزمن شوی تر دې وړاندې نوموړي په بیا، بیا د پاکستان په حکومت غږ کړی وو چې د افغانستان په اړه دې خپله پالیسي او لیدلوری وارزوي او د افغانستان د سولې لپاره دې په رښتینې ډول هڅې وکړي.