افغانستان

ګډو ځواکونو غزني او لوګر کې دوکانونه او کورونه چور کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): له غزني ولایت څخه راپورونه وایي چې امریکایي او داخلي ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دې ولایت د زنه خان ولسوالۍ د راحت خیلو په بازار چاپه وهلې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سیمې یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې امریکایي او داخلي عسکرو بیګا ۱۱ نیمې بجې په دې بازار چاپه ووهله او د سهار تر څلورو بجو په سیمه کې وو. ګډو ځواکونو د  دې بازار د ۲۳۰ دوکانونو دروازې ماتې کړي دي او بیا یې د انتقال وړ قیمتي توکي او نغدې پیسې ترې غلا کړي دي. دغه راز یې ۳ دوکانونه په بشپړ ډول نړولي او په دې ډول یې د سیمې خلکو ته د میلیونونو افغانیو مالي زیان پیښ کړی دی.

د یو بل خبر له مخې تېره شپه داخلي او امریکایي ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمد آغا ولسوالۍ د قطب خیلو په کلې کې د یوه قومي مشر  او ملک حاجي رحیم په کور چاپه وهلې، د نوموړي دوه موټر او ۳ موټر سایکل سوځولي او بیا یې کور په بمونو ورته نړولی دی. ګډو ځواکونو د تلو په وخت د ملک رحیم د کور  ۸ نارینه له ځان سره د بندیانو په ډول وړي دي.

د سیمې خلک وایي امریکایي او داخلي عسکرو د ملک محمد رحیم له کوره لوی مقدار نغدې پیسې، د ښځو زیورات او قیمتي توکي هم غلا کړي دي. د سیمې خلک د دې قومي مشر په کور د ترسره شوي برید په اعتراض کې په مظاهره راوتلي او نیت یې دی د ګردیز ــ کابل لاره وتړي.

د امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونو لخوا په ولسي وګړو دغه چاپې او بریدونه داسې مهال جریان لري چې له دوو ورځو راهیسې په کابل کې د سولې مشورتي جرګه روانه ده. وړمه ورځ ولسمشر اشرف غني دې جرګې ته اوږده او هر اړخیزه وینا وکړه خو د امریکایي ځواکونو د خروج او روانو چاپو او ملکي زیانونو په اړه یې کوم څه ونه ویل.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د ظالم او ظلم پر وړاندی یوازنی لاره غیرت مقاومت او مبارزه ده، کنی هر افغان به لکه چرګه یو یو له خپل فارم راوباسی حلالوی به یی.

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

که د افغانستان ولس استازی علماء کرام د خپل ولس په استازیتوب د سولی فیصله د اشعالګرو سره زر نهایی نکړی الله مکړه ځوریدلی دردیدلی غم ځپلی ولس به نوره ناهیلی شی؛ لکه اوبو اخیستی به هر طرف ته لاس اچوی الله مکړی دا یو صف تیت او فرق شی لکه څنګه د منافقینو همدا مقصد دی ځکه یی یوه ورځ یوه پښه په مشرق او بله ورځ په مغرب کی وی. د سولی سپینه معلومه لار یی ورکه کړیده.

Back to top button
Close
Close