افغانستان

امریکا: له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د «تروریزم» خپرېدلو اسناد نلرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالات وایي؛ داسې اسناد نلري چې وښيي افغان خاوره دې د هند په لاسونو په پاکستان کې د تروریزم خپرېدلو لپاره کارول شوې وي او یا دې له یاد هیواد څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ شوی وي.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور په اساس؛ دغه څرګندونې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې «ایلس ویلز» اسلام اباد ته له خلیلزاد سره د ګډ سفر په مهال د پاکستاني چارواکو د هغې ادعا په ځواب کې وکړې چې؛ هند یې له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د تروریزم په خپرولو تورناوه خو؛ الیس وویل « تاسو چې کومه ادعا لرئ موږ یې په اړوند هیڅ ډول شواهد نه لرو مګر زموږ پالیسی ښکاره ده چې؛ هیڅ هیواد باید له نادولتي وسلوالو ډلو سره ملتیا ونکړي».

نوموړې زیاته کړه چې؛ هیواد یې د القاعده او تحریک طالبان پاکستان په شمول د ټولو تروریستي ډلو په وړاندې له پاکستان سره یو ځای په جدي ډول مبارزې ته ژمن دی او کله به هم د کوم هیواد له لوري د بل په وړاندې د تروریستي فعالیت ملاتړ ونکړي».

ایلس ادعا وکړه چې؛ متحده ایالات له پاکستان سره هر ډول مرستو ته ژمن دي او د پاکستان دښمن د امریکا د ښمن دی.

یاده دې وي چې؛ د امریکا داسې مهال له افغان خاورې څخه د تروریزم په خپرېدلو او د افغانستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ بې خبرې ښيي چې؛ تېره ورځ د پاکستان د فوځ ویاند «اصف غفور» د پښتون ژغورنې غورځنګ تورن کړ چې؛ په پاکستان کې د کړکېچ د رامنځته کولو په موخه د افغانستان او هند له استخباراتو پیسې اخلي، نوموړي د بېلګې په ډول څو ځایونه او ورسره څو تاریخونه هم یاد کړل او ادعا یې وکړه چې په دې وختونو باندې پښتون ژغورنې غورځنګ ته پیسې رسېدلي او ددې غورځنګ د مشر «منظور پښتین» یو خپلوان یې تورن کړ چې په کندهار کې د هند قونسلګرۍ ته تګ راتګ لري خو؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا ډول ادعاوې ردوي، ددې غورځنګ مشر «منظور پښتین» وویل؛ د پاکستان له ګواښونو ډار نلري او څه چې د پاکستان فوځ ویلي دا د هغو افواهاتو برخه ده چې د پي ټي اېم له پیل راهیسې د پاکستان له لوري خپرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

څه چی کاری هغه به ریبی.
تورو مناقینو چی هر ډول ظلمونو یی په خپل ولس علماء کرامو مدرسو جماعتونو او ورسره یی د افغانستان مسلمان ملت ځپلو لپاره د کفارو فرنټ لاین اتحادی دی اوس خپل کړی ظلمونه مخی ته ورته ولاړ دی وایی چی که بادار می لاړ شی دلته به مسلمان ولس او خلک ورسره حساب وکړی. ځکه اوس امریکی ته له افغانستانه د وتلو خنډونه جوړوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x