افغانستان

روسیه: داعش تر سوریې وروسته په افغانستان کې سنګر نیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): روسیه وایي؛ اسلامي دولت ډله غواړي په افغانستان کې د تم کېدلو ځای پیدا کړي او له دې لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لاسرسی ومومي.

د روسي رسنۍ «ټاس» د راپور په اساس؛ د غه څرګندونې د روسیې د دفاع وزیر «سرګي شویګو» په یوه امنیتي غونډه کې وکړې ، نوموړي وویل «اسلامي دولت ډله له سوریې او عراق څخه د افغانستان په لور راخوځي چې په پایله کې به یې د سرحداتو سره د جنګي جنایتونو شمېر لوړ شي، د ترورستي ډلو فعالیتونه به زیات شي او ترهګر و ګروپونو ته به د مناسبو ځایونو د پیدا کولو زمینه برابره شي».

نوموړي زیاته کړه؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور په دې برخه کې بې ګټې دی او ویې نشوای کولای په دې هیواد کې داعش له منځه یوسي.

د شویګو په وینا؛ په افغانستان کې یو بد امنیتي وضعیت راڅرګندېدونکي دی او په داسې حالت کې په کار ده څو ټول په ګډه له تروریزم سره مبارزې ته راووزو.

یاده دې وي چې؛ روسیه داسې مهال په افغانستان کې د داعش پراخه کېدونکي نفوذ ته اندېښمنه ده چې؛ تېره ورځ ددې ډلې مشر «ابوبکر البغدادي» له پنځه کلن ځنډ وروسته د رسنیو په مخ راڅرګند شو او په یوه ویډیويي کلیپ کې یې ادعا وکړه چې؛ په ۸ هیوادونو کې د خپلو جنګیالیو د غچ اخستلو په موخه عملیات پیلوی.

په ورته مهال امریکايي استخباراتي چارواکو هم راپورونه ورکړل چې؛ داعش له سوریې او عراق وروسته غواړي په افغانستان کې خپل حضور پراخ او په ائتلافي ځواکونو درنې حملې وکړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازې هم په دې تړاو خواشینې ښکاره کړه او څرګنده یې کړه چې له طالبانو سره سوله د جګړې د پای ته رسولو په معنی نه ده او افغانستان به تر هغې وروسته د داعش او نورو ډلو له لوري ګواښل کېږي.

د څارونکو په اند؛ له طالبانو سره د مذاکراتو په حساس پړاو کې د داعش ډلې مشر راڅرګندېدل او د امریکايي چارواکو له لوري یې په افغانستان کې د پراخېدونکي حضور ادعاوې یوازې په طالبانو باندې په مذاکراتي مېز باندې د فشار راوړلو او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدلو لپاره لټول کېدونکې پلمې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ژړ سپی د چغال ورور دی که امريکا ده که روسيه دواړه زمونږ دښمنان دی د سپو سلا خاوند ته يوه ده .
روسان پدی ښه پوهيږی چی کله امريکا له افغانستانه ووزی طالبان به په يوه مياشت کی داعش ورک کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x