افغانستان

ملا محمد فاضل د طالبانو د مذاکراتي ټیم مرستیال مشر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): طالبانو له امریکایانو سره د خبرو لپاره «ملا محمد فاضل مظلوم» د مذاکراتي ټیم د مرستیال مشر په توګه ټاکلی.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشري (شیر محمد عباس ستانکزی) کوي، چې ملا محمد فاضل یې د مرستیال په حیث ګومارل شوی.

نن ټکی اسیا ته رارسیدلي راپورونه وايي چې نوموړی د یو شمېر هغو بدلونونو په لړ کې چې طالبانو په دې وروستیو کې طالبانو په خپل سیاسي تشکیل کې راوړي، په یاده دنده ګومارل شوی.

نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان لوی درستیز و او په ګوانتنامو زندان کې له دولس کلن بند وروسته ازاد او اوس په قطر کې میشت او د طالبانو د سیاسي دفتر غړی دی.

طالبان په داسې حال کې ملا محمد فاضل مظلوم د مذاکراتي ټیم د مرستیال په توګه ټاکي، چې نن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د مخامخ خبرو شپږم پړاو پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x