افغانستان

هند: د ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو چارواکی د اخلاقي فساد په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): هندي رسنۍ وايي؛ د افغان ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو بل لوړ پوړی چارواکی د هندي پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي.

د «ټایمز اف انډیا» رسنۍ د راپور له مخې؛ د هند په «ګووا» ایالت کې پولیسو اجمل هوډمن او محمد عمر ارین د دوو ازبکستاني نجونو سره د جنسي اړیکو د ټینګولو په تور نیولي.

د راپور په اساس؛ پولیسو یاد دوه چارواکي هغه مهال ونیول کله چې یې غوښتل له دوو ازبکستانیو نجونو سره د تن پلورنې سودا خلاصه کړي.

پولیس وايي؛ دوی د هغه کس د موندلو لپاره لاس په کار شوي چا چې؛ دغو دوو چارواکو ته نجونې راوستلې.

یاده دې وي چې؛ دا لومړی ځل نه دی چې د ګډ حکومت چارواکي په بهرنیو هیوادونو کې د اخلاقي فساد په تور نیول کېږي تردې وړاندې هم په دوبۍ او ګڼو نورو بهرنیو هیوادونو کې چارواکي د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې په تور نیول شوي چې؛ وروسته بیا د افغانستان د رسمي سفارتونو په منځګړیتوب او خواست خلاص شوي دي.هند: د ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو چارواکی د اخلاقي فساد په تور نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا خبرکوم نوی خبر ندی. تر لمر روښانه خبره ده، چی دکرزی، غنی حکومت اساس پر فحشا، الکول، فساد، رشوت، غلا، بی عدالتی …..او نورجنایاتو ولاړدی. ځکه په دولت کی ټوله غله، زانی، لوطی، شرابی، قمارباز، بچه باز، رشوت خواره، فاسقان، مفسدین…….او امثال یی راټول دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx