نظــر

ملا محمد عمر مجاهد؛ هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته راوويست! «دوهمه برخه»

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

ولی اسلامي امارت ؟!
په افغانستان کې د ملامحمد عمر (مجاهد) په لاس د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیسولو په اړه هم د خپله د طالبانو او هم د نورو لیکوالو لخوا ډیرې لیکنې او کتابونه لیکل شوي.

خو په دې اړه تر اوسه څه نه دي لیکل شوي چې ولي د طالبانو مؤسس د تحریک له تأسیس نه وروسته د طالبانو اسلامي تحریک په اسلامي امارت بدل کړ.

ملامحمد عمر (مجاهد) دا کار د افغانستان د ۱۵۰۰دیني عالمانو په مشوره د هغوي په یوه ستره علمي غونډه کې تر سره کړ.
د ملامحمد عمر (مجاهد) لخوا د طالبانو اسلامي تحریک په اسلامي امارت بدلولو څو عوامل لرل چې ځینې یې په لاندې ډول تشریح کیږي.

۱ـ د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیس په مهال افغانستان ټول د تنظیمي جګړو په اورکې سوځیده، هغه اور چې د جهاد ټول اسلامي آرمانونه د همدې اور په لمبو کې وسوځیدل.

د طالبانو اسلامي تحریک چې د همدي تنظیمي اختلافاتو او جګړو د مخنیوي لپاره را منځته شو خپله هم داسې تشکیل و چې له سیاسي او پوځي لحاظه یوه تنظیم ته ورته و.

ملامحمد عمر (مجاهد) د طالبانو همدا تنظیمي تشکیل په یوه جامع اسلامي امارت بدل کړ ترڅو د افغانستان ټول هغه مجاهدین چې د شوروي اشغال په مهال په مختلفو تنظیمونو کې په جهادي فعالیتونو بوخت وو د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې سره راټول او د جهاد د نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

۲ـ دا چې د جهاد اساسي هدف په ځمکه باندې د الله د کلمي لوړوالی او د شرعي احکامو تطبیق دی ، په فقهي لحاظ ډیر داسې شرعي احکام شته دي چې د هغو تنفیذ د شرعي مسلط امیر او امارت شتون ته اړتیالري ؛ ملا محمد عمر (مجاهد) د همدې غرض لپاره اسلامي امارت تأسیس کړ ترڅو د هغه تر حاکمیت لاندې وکړای شي د اسلامي شریعت هغه احکام عملي کړي چې هغه د ټولنې د امنیت او سالمیت لامل کیږي.

چې له همدې احکامو څخه پر قطاع الطرقوباندې شرعي حد، د غلا حد او د بیګناه انسان د وژلو په مقابل کې د قاتل قصاصول د بیلګې په توګه د یادولو وړ دي.

د طالبانو د اسلامي تحریک د تأسیس په مهال تر ټولو اساسي اړتیا د خلګو لپاره د امنیت ټینګښت و، او د امنیت ټنګښت اساسا داسې اقداماتو ته ضرورت درلود چې په طبیعي لحاظ یې خلګ له عملي کیدو سره د امن او سکون احساس وکړي.
همدا وجه ده چې د امن ټینګښت د اسلامي امارت له مشخصاتو څخه هغه اساسي مشخصه وه چې دوست او دښمن ورباندې اعتراف لري او هغه مهال پر څو محدودو انسانانو باندې د دغو شرعي احکامو پلي کیدل د ټول ولس د آرامي او سوکالي لامل شو چې همدا د الله تعالی د دې قول مصداق دی چې فرمايي :
وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۱۷۹)

۳- دا چې په افغانستان کې د شوروي اشغالګرو په خلاف د افغان ولس جهاد د دې لپاره شوی و چې له افغانستان څخه به د شوروي اشغالګرو تر شړلو او کمونیستي نظام تر سقوط وروسته دلته یو اسلامي نظام حاکم کیږي او د هیواد ټولې چارې به د همدې شرعي نظام او شرعي ارشاداتو په رڼآکې حل او فصل کیږي.

داسي یو نظام د تنظیمي محدود چوکات په تشکیل کې ناشونی و ، نو ځکه ملامحمد عمر (مجاهد) په ټول هیواد کې د یوه جامع اسلامي نظام د تأسیس لپاره د طالبانو اسلامي تحریک (تنظیم) په اسلامي امارت بدل کړ او هغه یې په کامله توګه له ټولو تنظیمي او سیاسي قیوداتو څخه آزاد کړ.

هماغه و چې د دغه نیک اقدام له امله د جهادي تنظیمونو اکثریت مخلص مجاهدین له هرډول تنظیمي او سیاسي تمایلاتو پرته له اسلامي امارت سره یوځای او د جهاد د نیمګړیو آرمانونو د تحقق لپاره یې د دغه نظام تر حاکمیت لاندې فعالیت پیل کړ.
چې د بیلکې په توګه یې په نړیواله او داخلې کچه مشهور جهادي شخصیت مولوي جلال الدین ( حقاني ) د شوروي اشغال په مهال د جهادي تنظیمونو له جملې څخه مقتدر جهادي رهبر مولوي محمد یونس خالص ، همدا راز د جهادي رهبرانو په جمله کې معرف او پیژندل شوی شخصیت الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) د مشهور جهادي شخصیت شهید مولوي نصرالله منصور ټوله جهادي کورنۍ، د هیواد په سطحه مشهور جهادي شخصیت الحاج ملا محمد رباني ، مشهور جهادي او علمي شخصیت مولوي جلیل الله مولوي زاده ، د زابل ولایت د مشهور جهادي قومندان شهید ملا مدد ټوله مجاهده کورنۍ ، د کابل د جبهي د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان شهید مولوي شفیع الله ورور مولوي صدیق الله صاحب، په زابل کې د اتحاد اسلامي مشهور جهادي قومندان ملا عبدالسلام راکیټي ، د جنوبي زون مشهور جهادي قومندان مولوي ارسلا رحماني ، په شمال زون کې دحرکت انقلاب اسلامي د تنظیم مربوط مشهور جهادي قومندان مولوي عبدالجبار او … د یادولو وړ جهادي شخصیتونه دي چې ټولو د اسلامي امارت تر تأسیس وروسته له امیر المؤمنین ملامحمد عمر (مجاهد) سره د اسلامي امیر په توګه بیعت وکړ.

که څه هم چې پورتني یاد شوی کسان د جهاد په مهال هر یو په خپله ساحه او سیمه کې تر ملامحمد عمر (مجاهد) هم مشهور مجاهدین وو او هم یې پوځي ، سیاسي او اجتماعي نفوذ زیات و ، خو دا چې د جهادي نیمګړیو آرمانونو د پوره کولو صلاحیت او وړتیايي په امیر المؤمنین ملامحمد عمر(مجاهد) کې ولیده نو هر یو ترخپل ټول سیاسي، پوځي او ټولنیز رسوخ تیر شول او د همدې لوي آرمان د پوره کولو لپاره یې ملا محمد عمر (مجاهد) د شرعي امیر په توګه غوره او د اسلامي نظام په پلي کیدو یې ورسره بیعت وکړ.

امیر المؤمنین ولي د ځان لپاره د (مجاهد) لقب غوره کړ؟!

پاتې په دریمه برخه کې …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خيرونه مو په نصيب شه ، دا د الله(ج) پيرزوينه ژوندی وساتی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x