ننګرهار: ګډو ځواکونو په چاپه کې ديني عالم وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنزو عملياتو کې د سيمې يو تن ديني عالم وژل شوی چې جنازه يې نن خاورو ته وسپارل شوه.

تيره شپه ګډو ځواکونو د کامې ولسوالۍ دوه سرکې ته څيرمه د مفتي سميع الله مطيع په کور چاپه اچولې وه او نوموړی يې په خپل کور کې وژلی و.

مفتي سميع الله مطيع په سيمه کې د يوې مدرسې مهتمم هم و او د روژې په مناسبت يې د عظيم الشان قرآن د تفسير دوره هم پيل کړې وه چې په نيمه کې پاتې شوه.

د سيمې اوسيدونکو د نوموړي د وژنې په اړه سخته خواشيني ښودلې ده او ګن شمير خلکو يې په جنازه کې ګډون کړی و.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې په هدفي وژنو او بهرنيو ځواکونو له لوري د ديني عالمانو او ولسي وګړو په کورونو چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

نن سهار هم د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ په بلند غر سيمه کې يو تن ديني عالم او د جومات ملا امام هم د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

خلیلزاد افغانانو ته د سولی نوم ور بد کړ، خلک له داسی منافقی سوله څحه نفرت کوی، سوله څه شی دی؟ امریکیان د له افغانستان ووزی دا خپله سوله ده. له سولی نا یی د افغان ولس وژلو یوه دسیسه جوړه کړیده. افغانان خپل مینځ کی هیڅ مشکل نلری اشعالګر منافق د ورک شی نوم د ورک شی. افغانانو ته صرف یوه لاره ورپاتی ده چی له غیرت او عبرت نا کار واخلی نن زما ګاونډی وژنی صبا ما وژنی نو بیا ولی خاموشه شو. مخکی له دی چی د کافر لاس زما ګریوان ته رسیږی باید اوس کټ کړل… نور لوستل »

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

د اشعالګرو پلان د سولی په دوران کی بانفوسه غیرتی افغانان قتلوی دوی وایی نوره پاتی بیا هسی لکه ګډی دی چی هر څه پری کوو سرونه به یی ټیټ وی.
زما غږ د افغان علماء کرام جدی ونیسی او نوره د انتظار وخت ختم دی.