افغانستان

خلیلزاد د شپږم پړاو مذاکراتو تر پيل وړاندې له «ملا برادر اخند» سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» دوحې ته له رسیدو سره سم د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر «ملا برادر اخند» سره لیدلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي «په دغه لیدنه کې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو خبرې وشوې او د اسلامي امارت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: دامهمه ده چې لومړی د تیرې ناستې د اجنډا دوه مهم ټکي( له افغانستان څخه د ټولو خارجي ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل) نهايي شي».

نوموړی وړاندې زیاتوي «دا به د مسئلې د نورو اړخونو حل ته لاره پرانیزي؛ خو له دې نه مخکې نورو خبرو ته نشو داخلیدای. مجلس کې فیصله وشوه چې خبرې به نن د چهارشنبې په ورځ پیلیږي او په نوموړو ټکیو به په تفصیل سره بحث کیږي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون د ټولو موضوعاتو په اړه موافقه بشپړه شي».

خلیلزاد داسې مهال له ملا برادر اخند سره ګوري چې نن ورځ «چهارشنبه» د قطر په پلازمینه دوحه کې د دواړو لورو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات جریان لري.

په ورته وخت کې امریکا او طالبان داسې مهال له یو بل سره غږېږي چې ګډ حکومت لا هم په یادو خبرو کې بشپړ حاشیې ته شوی او د خبرو له مرکز څخه لیرې په پلازمېنه کابل کې د خپلې رابلل شوې مشورتي لویې جرګې کوربه دی، یاده جرګه چې د شدیدو اختلافاتو او نیوکو ښکار شوې حکومت ترې تمه درلوده چې؛ خپل مشروعیت ورباندې اعاده او له سیاسیونو سره د اختلافاتو د پای ته رسولو او سولې ته د خپلې ارادې د ښکاره کولو کار ترې واخلي مګر؛ داسې ښکاري چې حکومت په خپله دې هڅه کې پاتې راغلی او یادې جرګې خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

د مشورتي لویې جرګې دننه او هم له باندې ځینې سرچینې داسې راپورونه ورکوي چې؛ د جرګې ټول ګډونوال مامورین، حکومتي چارواکي او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر کمپاینران دي چې؛ د نیوکو کوونکو د مخنیوي په موخه کېنول شوي او نیوکه کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي څو خپلې خبرې واوروی، تېره ورځ هم یوه مېرمن او یو بل ځوان له جرګې د نیوکې په بدل کې ایستل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

رب العالمين مو په هر ډګر کی بريالی لره ، که همداسی اوسی چی ياست تل تر تله به بريالی ياست .
اِن شاءالله

منتقم منګل

د اشعال نهایی ټکی ډیر مهم دی نور باید له پړاوونو تیر شو ځکه پدی سره اشعالګر غواړی چی افغان ولس په خپلو استازو علماء کرامو باندی شکمن او ناهیلی کړی او دوی اشعال دهشت او وحشت ته پدی پړاوونو دوام ورکړی او خپل د زړه بړاس اوباسی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x