
چمپينز ليګ نيمه پايلوبه: نن شپه محمد صلاح د ميسي پر وړاندې مخامخ کيږي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۱ غوايي، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو ليګ په دويمه نيمه پايلوبه کې د دوه سترو نوموتو لوبغاړو لوبډلې مخ کيږي چې د يوې سترې لوبې کېدلو تمه کيږي.
دغه سيالۍ چې د ليونل ميسي او محمد صلاح لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي، نن شپه د افغانستان پر وخت په ۱۱:۳۰ بجې پېل کيږي.
د برسلونا او ليورپول لوبډلې دواړه په اروپا اتلانو ليګ کې په غوره حالت کې روانې دي چې برسلونا مانچسټر يونيټډ لوبډلې ته کواټر فاينل کې په ۴-۰ او ليورپول؛ پورټو لوبډلې ته په ۶-۱ ماتې ورکړې وه.
تېره شپه د نيمه پايلوبې په لومړۍ سيالۍ کې اياکس لوبډلې ټوتنهام لوبډلې ته په لومړي پړاو کې په يو-صفر ماتې ورکړه، ددوی ترمنځ به د نيمه پايلوبې دويم پړاو په ۹مه نېټه ترسره کيږي.
روان کال د محمد صلاح په پرتله ليونل ميسي غوره لوبغاړی ثابت شوی دی چې لوبډلې ته يې د لاليګا اتلولي وګټله، د کوپا دل ری پايلوبې ته وتلي او تر ټولو زيات ګولونه يې هم وهلي دي، خو د مبصرينو په وينا د دواړو ترمنځ ننۍ لوبه به خورا جالبه وي.