نړۍ

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې برید ۱۰ پاکستاني فوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل):

پاکستان وایي؛ له افغان خاورې څخه ور اوښتو لسګونو وسلوالو یې په فوځیانو باندې برید کړی او ۱۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس؛ برید تېره شپه ناوخته داسې مهال تر سره شوی چې؛ پاکستاني فوځیان د پکتیکا ولایت ته څېرمه د ډیورنډ په کرښه په اغزن سیم لګولو مصروف وو.

راپورونه وړاندې لیکي چې؛ په برید کې تر ۷۰ پورې وسلوالو برخه درلوده چې په پایله کې یې؛ ۳ فوځيان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.

د پاکستان د فوځ ویاند ادعا کړې چې؛ بریدګرو له افغان خاورې څخه برید کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات هم په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ورته ادعا کړې او په غبرګون کې یې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې ورته وړاندې کړی.

یاده دې وي چې؛ بریدګر داسې مهال له پاکستاني فوځيانو سره په نښته اوړي چې؛ تېره ورځ امریکايي ډيپلوماټانو ته له اسلام اباد څخه د لیدنې په مهال پاکستاني چارواکو ګیله کړې وه چې؛ هند افغان خاوره د پاکستان په ضد کاروي او له دې هیواد څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون د ګڼو حکومت ضد ډلو ملاتړ کېږي.

امریکايي چارواکو د پاکستاني لوري ددې ادعا په تړاو بې خبرې وښوده او زیاته یې کړه چې؛ دوی که څه هم په دې اړه کوم شواهد نه لري چې وښيي  هند دې افغان خاوره د پاکستان په ضد کارولې وي خو؛ دوی به همېشه د ترورستي ډلو په وړاندې له پاکستان سره ودرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

ددال خورانو پاکستانیو، تاسی پنجابیانو نه پخوا غیرت درلود او نه اوس اما امریکا او انګلیس تاسو ته مصنوعی د غیرت بڼه اوس درکړی دی او اوس عبثی چیغی د غیرت وهۍ – تاسو دال خوارانو ته د مصنوعی دیورند کرښی دواړو خواوته پراته میړانی او غیرتی افغانان ژوند کوی ، امریکا هم دواړه خوا میړنی پښتانه د ترهرګرو شعار لاندی و ځپل اما امریکا په خپل خائين اقدام کښي ناکامه شو نو تاسی دالخورانو دا جرأت له کومه کوۍ چی تاسو په هغو سپيڅلو او غیرتی افغانانو د ترهرګرو نام کیږدی کوم چی د تاسی خائين اقدام ً خارداره… نور لوستل »

احمد

محترم داکتر صايب,
دا تا سو ولي د دالو پسي را اخيستي دال خو يوه ديره ګټوره غذا ده, زه د دي زماني داکترانو ته حيران يم چه د دالو نه يي چه يوه ديره ګټه وره غذا د د توهين يوه کلمه جوړه کړي

دوکتور غروال

محترم احمد صاحب دال د نورو غذاګانو په څنګ کښي ګټوره غذا دی او دال ندی توهین شوی بلکه د پنجابیانو یوازی دوامداره استعمال ددالو سبب ته اشاره شوی دی چی دا پنجابیان د مسلسل دالو استعمال په وسیله د تامی بی غیرتی سره مخامخ او دوی دا اوسنۍ جرأت دترهګری ادعا کول د انګلیس او امریکا په زور دی غیر له هغی به دی دوامداره دال خوارانو د غیرتی افغانانو مقابل کښي داسی جرأت نشو کولای !

احمد

سلامونه او نيکي هيلي داکتر جانه
نو تاسو بيا هم دال ملامت کړ. بيا دا لامذهب دال زما دير خوښ دي(;

دوکتور غروال

سلامونه او نیکی هیلی احمد جانه، دال هیڅکله ملامت نشی کیدی دا چی پنجابیان د قدیم څخه په دال حوران مشهور دی او وروسته دال خوران ددوی لقب بڼه پیداکړه ! تاسی دال خوړلو ته په لذت او شوق سره دوام ورکړۍ ! دارو دی شه !!!

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x