د ایفون راتلونکي په زړه پورې مبایل افشا شوي معلومات – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ایپل مشهورې کمپنۍ د نوي ځيرک مبایلونو وړاندې کولو کې تر ۵ میاشتو وخت پاتې خو تر دې دمه یې نږدې زیات معلومات افشا شوي دي.

لومړی ددغې مبایل په اړه د کامرې ځانګړتیاوې افشا شوې چې په لومړي وار به شاخواته درې ځانګړې په بېلا بېلو لینزونو سمبال کامرې ولري.

د افشا شویو معلوماتو له مخې د ایفون نوي مبایلونه به (Iphone11, Iphone11 max ) او هم (Iphone 11R) نومیږي، چې په یوه مبایل کې شاخواته درې او په بل کې دوه کامرې ورکړل شوي دي.

افشا شوي معلومات ښيي چې د ایفون نوي مبایل ډيزان وروستۍ بڼه غوره شوې ده، چې تر ټولو په زړه پورې ځانګړتیا یې د کامرو په اړه ده.

همدا ډول ددغه مبایل پر سکرین د ګوتې کولپ یا فنګر پرنټ نصب شوی دی، او په لومړي وار ایفون خپل مبایل کې یو ایس بي سي پاور اډاپټر ځای پرځای کړی دی، همدا ډول اټکل شوې چې د وایرلیس چارجولو وړتیا به هم لري.

ددې سربېره به په دې مبایل کې د iOS ۱۳ چلونکی سیستم ورکړل شي، بیترۍ به یې د نورو په پرتله پیاوړې وي او د شپې استعمال لپاره به dark mood (تیاره مود هم ولري.

د راپورونو له مخې ایفون ۱۱ به ۵.۸ او ایفون ۱۱ مکس به ۶.۵ انچه ډیسپلی ولري.

د یادونې ده چې ایفون د ۲۰۱۹م کال په پېل کې په یو وار درې ځانګړي مبایلونه هر یو (iphone xs max, iphone xs, iphone xr) وړاندې کړل، چې ایفون ایکس میکس یې تر ټولو په زړه پورې کامره خو لوړه بیه درلودله.