افغانستان

د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی د ملا برادر اخند لیدو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۲غويی، ۱۳۹۸ل):د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړی استازی «مارکس پوتزیل» تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې د ملا برادر اخند لیدو ته ورغلی .

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې «په لیدنه او کتنه کې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل، له امریکایانو سره په روانو مذاکراتو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هکله یو له بل سره نظریات شریک شول».

د اعلامیې په بنسټ «دواړو خواوو په دې ټینګار وکړ چې په هیواد کې سوله د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ده او د افغانستان د مسئلې حل لپاره باید له موجوده فرصتونو څخه استفاده وشي. همدارنګه د المان هیواد خاص استازي د سولې په برخه کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ».

یاده دې وي چې؛ له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو له خبرونو سره سم ګڼو بهرنیو او په افغانستان کې ښکېل هیوادونو د قطر دفتر ته مخه کړې، یوازې په همدې اونۍ کې له خلیلزاد پرته د المان استازی دوهم لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو دسیاسي دفتر له مشر سره ګوري او د راتلونکې افغانستان په اړه د هغوی نظر اخلي او خپلې اندېښنې ورسره شریکوي.

د شنونکو په اند؛ د سولې په خبرو کې د ګډحکومت منزوي کېدل او د طالبانو له سیاسي دفتر سره د بهرنیو هیوادونو د لوړو پوړ چارواکو تګ راتګ ښيي چې؛ نړۍ له افغانستان څخه د امریکایانو تر وتلو وروسته ددې هیواد راتلونکې له طالبانو سره تړلې بولي نو ځکه یې په اړه بحثونه ورسره کوي او په دې اړوند خپلې اندېښنې له هغوی سره شریکوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x