شعـــــرونه

غزل: محمدحسن حقيار

قاضي محمد حسن حقيار

دا چې څڅيږي سپين غمي غمي له هاره چينه
مونږه وه غوښتې سپينو لپو کې له ياره چينه

د سحر سترګې يې ړندې کړې په تيارو ميينو
مونږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهاره چينه

بس خو تور مخو ته ښودل يې ددوې تور مخونه
ځکه بدرنګو کړه اعدامه او سنګساره چينه

د آشنا سترګو کړل په سترګو کې رودونه روان
او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه

دا شين چمن منګى ترڅنګ ،وربل کې ګوتې وهي
د کلي مستو پيغلو کړه ځانته هنداره چينه

د حسيني هوډ ليوني او جل وهلى منزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينه

اوس د هوسيو اوښکې څښي زمونږ په غرو کې شپانه
د تقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقياره چينه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد ظاهر

واه څومره ښکلی غزل

عبدالمالک همت

ښکلی غزل دی، محترم قاضي صاحب محمد حسن حقيار دي ژوندی وي.
موږ شعر پرېښود کندهار کي ترې کابل ته راغلو
شکر اوس تږو ته راځي له ننګرهاره چينه

غوربندي

ډېر عالي حقيار صاحب

هغه نښه که مو ياد شي چې منا کې مو ګډ سيلفي عکس واخست.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x