
بغلان: لاریونوالو شپږ ورځې وروسته د کابل ـ مزار لار پرانیسته
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د بغلان چارواکي وايي، له نږدې یوې اوونۍ وروسته د یو ناکام نوماند پلویان دې ته حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لار خلاصه کړي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، لاریونوال وروسته له هغه قانع شول چې له کابل نه راغلي هئت ورسره خبرې وکړې او پر ځينو مواردو هوکړه شوه.
دغه کسان چې له تېرې شنبې راهیسې يې لاریون پیل کړی و، حکومت پر دې تورونوي چې د محبوب الله غفاري په ناکامۍ کې يې درغلي کړې ده.
دغه نوماند په لومړنیو پایلو کې بریالی و، خو د وروستیو پایلو تر اعلان شاوخوا میاشت مخکې حکومت د درغلۍ په تورن ونیو او وروستي نوملړ کې يې نوم ونه ولیدل شو.
حقمل زیاتوي، له لاریونوالو سره هوکړه شوې، چې د حکومت یو مشر به د دې ولایت د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د بیا ارزونې حکم ورکوي.
لاریونوال چې د تېرې شنبې ورځې راهیسې د بغلان مرکز پلخمري کې دېره و، په لومړۍ ورځ يې د پولیسو ډزو کې یو تن ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.