شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

هغه ډېر ښۀ وخت و چې مینې ته مې پام نۀ و
محبت و، خو لېونتوب دغومره عام نۀ و

دغه پښتون مالت څۀ دا رنګه بد رنګ نۀ و
مینه روا وه او دیدن پکې حرام نۀ و

خبرې سترګو کې کېدې، هغه هم وخت ناوخت
داسې مسج او مسینجر کې نو سلام نۀ و

په یوه ګېډۍ دنداسه څو واره دیدن کېدۀ
یارانه ګرانه وه او عشق دومره خام نۀ و

په دې وطن کې به موږ داسې خلک ډېر لیدل
مسلمانان و ، خو بیخي پکې اسلام نۀ و

یوه مئین د دار په سر یوازې دا ووې
نۀ دی مئین که یې د مینې دا انجام نۀ و

هو! شاعري په ریاضت باندې روانه وه
د چا د تورو غلچکو سترګو الهام نۀ و

د هر چا مخ ته “خدرخېله” اوښتې سترګې
هر سړی ښکلی و، ښایست په چا تمام نۀ و

۱۳۹۸/۱/۳۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x