
افغانستان
قطر لومړی ځل د افغانستان لپاره خپل سفیر اعلان کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): قطر هېواد د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سفارت پرانیزې او د سفیر معرفي کولو خبر يې ورکړی دی.
د قطر د امیر د فرمان له مخې سعید مبارک الخیارین الهاجري يې د افغانستان لپاره سفیر ټاکل شوی دی.
قطر په داسې حال کې افغانستان کې د سفیر معرفي کېدو خبر ورکوي، چې طالبان هلته سیاسي دفتر لري.
دې هېواد کې طالبان له امریکا سره پر مخامخ خبرو بوخت دي او د شپږم پړاو خبرې يې تازه شروع شوې دي.
شاوخوا څلور کاله وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ویلي و، چې قطر کابل کې د سفارت پرانیستو نیت لري، خو معلومه نه ده چې د کومو ملحوظاتو له مخې وځنډيد.
تر څو چې د کابل ګوډاګی او مفسده اداره ريښه کن شوې نن وي د قطر لپاره د استازي ليګل نه د قطر په ګټه دي، نه د سولې.