ورزش

د میسي په زړه پورې لوبې سره لیورپول لوبډلې په درې-صفر ماتې وخوړه – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UCL) په دویمه نیمه پایلوبه کې چې د برسلونا او لیورپول لوبډلو ترمنځ وشوه د میسي لخوا په زړه پورې لوبې د لیورپول لوبډلې ته په درې-صفر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یو قدم نږدې شوه.

په دغه سیالۍ کې د نړۍ مشهور او نامتو لوبغاړي لیونل میسي د خپلې لوبډلې په ګټه دوه ګولونه ووهل، چې په دې سره نوموړي د برسلونا کلب لوبډلې لپاره ۶۰۰ ګولونه هم بشپړ کړل.

دغه سیالۍ چې تېره شپه په ۱۱:۳۰ بجې پېل شوه، د لیورپول لوبډلې لخوا ښه پېل وشو، خو په ۲۶مه دقیقه کې لویس سواریز د جورډي البا په مرسته ګول وواهه، چې په دې سره د لوبې لومړۍ نیمایي په ۱-۰ د برسلونا په ګټه پای ته ورسیده.

د لوبې دویمې نیمایي پېل سره یو وار بیا لیورپول لوبډلې د محمد صلاح او سادیو مانع په مرسته غوره لوبه وکړه خو بدبختانه څو ګولونه یې میس شول، په دې لړ کې میسي په ۷۵مه دقیقه کې د برسلونا لپاره دویم او په ۸۲مه دقیقه کې په ۳۰ میترۍ کې په زړه پورې فري کیک وهلو دریم ګول وواهه، چې په همدې ډول لوبه په ۳-۰ د برسلونا په ګټه پای ته ورسیده.

له دې وړاندې د اروپا اتلانو لیګ لومړۍ نیمه پایلوبې سیالۍ د ایاکس (Ajax) او ټوتنهام (Tothenham) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ایاکس په ۱-۰ بریا خپله کړه.

د یادونې ده چې د نیمه پایلوبو دویم پړاو سیالۍ به راتلونکې سه شنبه په ۷مه نېټه د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د برسلونا او لیورپول لوبډلو ترمنځ، او په ۸مه نېټه چهارشنبه د ایاکس او ټوتنهام لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

https://youtu.be/JzILOwl6VEY

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x