ارشیف؛ خوست

خوست؛ د پاکستان بمبار نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د خوست سپېره ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو هوايي برید کړی چې له امله يې نهو تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

کابل‌نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي چې پاکستاني الوتکو د دې ولسوالۍ په سورکوټ، پڅه مېله، افغان دوبۍ او خړه وړه سیمه کې پر ملکي کورونو بمبار کړی دی.

د سرچینې په وینا پېښه کې څلور تنه وژل شوي، پنځه نور ټپیان دي او اته کورونه نړېدلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې خپله خاوره کې دې «توندلاري» په کنټرول کې وساتي.

پاکستان دا اعتراض له دې امله کړی چې تېره ورځ شمالي وزیرستان ته څېرمه د اغزن تار غځولو پر وخت ځايي اوسېدونکو پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ، چې درې عسکر يې ووژل او اوه نور ټپيان شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

تورمخی او سورمخی دواړه د اسلام او مسلمانانو دښمنان دی دواړه په یوسنګر کی د اسلام او مسلمانانو سره په جنګ دی. تورمخی په بغیرتوب کی نړیوال مقام لری چی صدیقی عافیه پلورل یی یو عادی مثال دی. دواړو دښمنانو سره د حساب کتاب وخت راروان دی.

هارون
میلمه
هارون

ټول پښتانه د طالبانو په ګډون باید د تورمخو او کرایي پوځیانو د بریدونو د مخنیوي لپاره لاس پکار شي. که چېري طالبان واک ترلاسه کړي نو تر ټولو لوی او مکار دښمن به یې همدا تورمخي چټلستاني پوځیان وي. ځکه چې دوی غواړي طالبان د دوی تر ارادې لاندې کار وکړي. زه فکر کوم چې طالبان به دومره ټیټ خلک نه وي چې هرڅه ورسره ومني. بیا به تورمخي د داعش ډله پیاوړې او د طالبانو پر خلاف وکاروي. مننه