افغانستان

د عدالت غوښتنې ډله: تېره میاشت کې ډېر ملکي وګړي دولتي ځواکونو وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره میلادي میاشت کې دولتي ځواکونه د پېښو شویو تلفاتو تر نیمايي ډېر مسؤل دي.

د دې ډلې د راپور پر اساس تېره میلادي میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ‌ژوبله کمه وه، خو بیا هم ۱۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپيان دي، چې تر نیمايي ډېر يې دولتي ځواکونو وژلي او ټپیان کړي دي.

د سرچینې په وینا اپریل میاشت کې په هوايي بریدونو کې ۷۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، همدارنګه د جګړې د بل لوري له اړخه ۱۴ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دې راپور له مخې وژل شوی او ټپیانو کې ۱۳ مېرمنې او ۲۸ ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د خوږیاڼو ولسوالۍ زاوه سیمه کې شپنیو عملیاتو کې اوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه مېرمنې ټپیانې شوې.

تر هغه وړاندې هم یاده ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یو تن محصل او ښوونکي په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

د شنونکو په باور بهرنيو او دولتي ځواکونو د سولې د روانې پروسې اړوند د امتیاز اخیستو په لټه کې ملکي تلفات د یو فشار په ډول ډېر کړي دي، خو په وینا يې بالعکس دا تلفات يې پر زیان تمام شوي دي.

تر دې وړاندې یوناما هم دولتي ځواکونه د لوړې سلنې ملکي تلفاتو مسؤلین یاد کړي و او ټې آر ټې تلویزون هم د اپریل دویمه لسیزه کې یو مستند راپور کې دولتي ځواکونه د ملکي وګړو پر قصدي وژنه تورن کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x