ورزش

د ميسي بله کارنامه؛ برسلونا لوبډلې لپاره يې «۶۰۰» ګولونه ووهل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د نړۍ لومړی نامتو، مشهور او جادوګر لوبغاړي ليونل ميسي د اسپانوي کلب «برسلونا» لوبډلې لپاره شپږ سوه ګولونه بشپړ کړل.

ليونل ميسي تېره شپه په اروپا اتلانو ليګ کې د ليورپول لوبډلې پر وړاندې په نيمه پايلوبه کې په زړه پورې فري کيک وهلو سره شپږ سوم ګول ثبت کړ.

نوموړي په ياده سيالۍ کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او دوه ګولونه يې ووهل، چې په مرسته يې وتوانېد په ۶۸۳ سياليو کې ۶۰۰ ګولونه بشپړ کړي، ميسي همدا ډول ۲۳۳ ګول پاسونه هم ورکړي دي، چې يو ستر ريکارډ دی.

https://twitter.com/FCBarcelona/status/1123874838328877059?s=20

دغه لوبه چې د ليورپول او برسلونا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په ۲۶مه دقيقه کې د برسلونا لخوا لويس سواريز ګول وواهه، په ۷۲مه دقيقه کې ميسي خپل لومړی خو په ۸۲مه دقيقه کې يې په فري کيک وهلو په زړه پورې دويم ګول وواهه چې په دې سره يې سيالۍ په ۳-۰ وګټله.

د تېرو څو کلونو په پرتله ليونل ميسي په ۲۰۱۸-۱۹ کال سياليو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او تر دې دمه يې په ۴۷ کلبي سياليو کې ټول ۴۸ ګولونه وهلي دي، چې له بل هر لوبغاړي زيات دي، نوموړي ۳۴ په لاليګا ليګ، ۱۲ په اروپا اتلانو ليګ او ۲ په کوپا دل ری ليګ کې وهلي دي.

ياده دې وي چې برسلونا لوبډلې اوونۍ وړاندې د ميسي په مرسته د لاليګا ليګ اتلولي وګټله، ميسي په دغه ليګ کې تر دې دمه ۳۴ زيات ګولونه وهلي دي، همدا ډول يې د کوپا دل ری ليګ پايلوبې ته هم لار موندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x