د لسیزو جنګ یې سلیزو ته ورټیله کړ

محد آصف مزمل

د اشغالګرو ځواکونو له هغو موخو څخه چې په مستعمره هیوادونو کې یې پلی کوي یوه موخه داده چې په دغو ملکونو کښې د عزت او غیرت څلي و نړوي هغه ارزښتونه چې د مستعمره هیوادونو وګړيو ته د خپلواکي او آزادي د اخیستلو انګیزه ور کوي له منځه یوسي ترڅو دغه د ننګ څلي او منارونه خلکو ته د تباهۍ کندی او ګودالونه ښکاره سي.

شوروي ځواکونو چې کله په افغانستان برید وکړ له لومړي سره یې ددغو څلیو او منارونو په ویجاړولو پیل وکړ. نه فردي ارزښتونه ددوي له تاړاک څخه خوندي پاتی سول نه هم ټولنیز، دیني او قومي. ددوي دغه کار د مجاهدینو لیکې ورځ په ورځ پیاوړی کړی تردې چې د مبارزینو کاروان او قافله د بریالیتوب په لور وخوځیدله روسان او دنړۍ ټول کفار چې په هغو کې د مجاهدینو ملاتړي هم شامل وه د یوه مقتدر اسلامي حکومت له رامنځ ته کیدو څخه په ویره کې سول ددوي مخکښی څارګری ادارې کې جې بي ، سی آی ای او موساد په دې هڅه کې سوی ترڅو جهاد، مجاهدین او جرګه دخلکو ترمنځ  بدنام او منفور کړي. دوي ټولو ددې لپاره  مجاهد، جهاد او جرګه خپل هدف وګرځول چې جهاد بدنام کړي نو دمبارزې قوي انګیزه به له منځه یوسي، مجاهد چې مفسد کړي نو مبارز یې مفسد کړ او جرګه چې بدنامه کړي نو د یوه نظم د را منځ ته کیدو مخه به یې ډب کړی وي. د مجاهدینو په صفونو کې یې دخپلو ایجنټانو او خواخوږیو په واسطه داسې اعمال تر سره کړل چې په لیکلو او اوریدلو یې د هر بااحساسه انسان له سترګو بې اختیاره اوښکې تو ییږي. د شر او فساد ملیشو په واسطه یې د جهاد او مجاهد مبارکه او سپیڅلی کلمه دومره ذلیله او سپکه کړه چې هر څوک د مجاهد نوم واوري په ذهن کې یې د ککړ وحشي ، زناکار، غله، قاتل او بې دینه انسان څیره مجسمه سي لکه زرداد، دوستم، قلم، چمن، ازرت علي، مسود، ګل آغا …

د اسلامي حکومت د جوړیدلو مخنیوی یې نه یوازې داچې د مجاهدینو او دهغوي داعمالو په بدنامولو وکړ بلکه د یوه مقتدر دولت درامنځ ته کولو بدیله لار لویه جرګه یې مجاهدینو او عامو افغانانوته د بدبختیو د یو لامل په ډول ور وپیژندله. دوي ته یې داسې ذهنیت ورکړ چې که تاسو د بدبختیو سرچینه چې هغه روسي ښکیلاک وه له منځه یووړ کیدای سي چې لویه جرګه د ناخوالو ددوام علت وګرځي. د افغانانو ذهنیت یې د لویې جرګې اړوند په دې طریقه بدل کړ چې نړیوالو څارګرو ادارو د جرګې نوم د هغو خلکو په خوله زمزمه کاوه چې ټول عمر یې په خیانت او غلامي کې تیر سوې وه. بد بختانه چې دنړۍ استخبارات په دې دری واړو  پلانونو کې بریالي سوه خلکو ته یې جهاد د یوې بې پایه او بې موخې جنګ په توګه ور وپیژندلو، مجاهدین یې په داسې ناکاره اعمالو کې ښکیل کړل چې پایله یې د مجاهد دنوم بدنامي او د اولس تباهي سوه. د لویې جرګې له جوړیدو څخه یې په ډیره ځیرکتیا مخنیوی وکړ ځکه لویه جرګه هغه یوازینی او اخرنی ټاکنه وه چې یو دبل دوینو تږي مجاهدین یې کولای سول سره راټول او د کلونو ناخوالو ته دپای ټکی کیږدي.

د روسانو او مجاهدینو له ماتې وروسته امریکایانو ددې هیواد ایل کولو ته را ودانګل تر څو په  دغه هیواد کې یو بل اسلامي حکومت چې نوې رامنځ ته سوی وه له منځه یوسي او ددی هیواد له سربندو معدنونو او کانونو ګټه پورته کړي.

امریکایان چې له روسانو څخه په ځلونو مکار او غو لونکي دي د افغانانو عادتونه، حساسیتونه او رواجونه یې ژور مطالعه کړي او څیړلي دي د دوي دننګ، غیرت او عزت څلي او منارونه  تر بل هر چا ښه ور معلوم دي چې د له منځه وړلو او نړولو لارې چاری یې ښې او کره سنجولي دي. امریکایان دغه څلي د خرڅ سویو او بې ضمیره افغانانو په واسطه نړوي ترڅو له دوي څخه دخلکو پام بل لوري ته واوړي او داسې فکر وکړي چې دا کار امریکایانو نه بلکه خپله افغانانو کړی چې ددغه شوم پلان له مخې یې په ورستیو کې دوه افغانی الاصله امریکایان اشرف غني، زلمی خلیل زاد او یوه لبنانی رولا بی بی ګل د جنګې او عشقي فلم د هلک، بد ماش او نجلۍ په رول کې را مخ ته کړل.

شرم او حیا د افغان قوم او اسلام هغه د ننګ څلي او منارونه دي چې په نړیدلو یې فرد او ټولنه له افغانیت او اسلامیت څخه وځي خو امریکایانو د دیموکراسي په بازار کې په دې نوم هرڅه له منځه یوړل. هغه اعمال او کړنې چې شخص او وګړيو ته د شرم او بې حیایې اعمال ښکاریدل له  څو کلونو امریکایې اشغال وروسته هغه د ګناه ، شرم او حیا اعمال د فخر او ویاړ اعمال وګرځیدل له مرتد، قاتل، اختطاف ګر او ریشوت خور څخه اوس څوک نفرت نه کوي بلکې قدر او عزت یې کوي. په زنا حد جاري کول لاڅه چې د شرم احساس هم څوک نه کوي زانيان په ډیر افتخار سره مجلس دفتر او ملګرو ته وایې چې (ولا بیادر قند مه ده تا نفري دارم او دختر فلاني ره ایتوگف دادم و…) بی پته او فاحشه ښځو ته یې د امن ترنوم لاندې موردګاو خانې جوړی کړې.

له باشعوره او هوښیارو خلکو یې لار ورکه کړی چې په امریکایي دیموکراسي کې به شرم او حیا څه ته وایې او دیموکراتان به په څه شرمیږي.

د نورو ارزښتونو د بې ارزښته کولو ترڅنګ امریکایې وحشي ښکیلاک ګر کوښښ کوي چې جرګه هم په تدریج سره بې ارزښته او بدنامه کړي په دې کړنه کې هم ترډیره بریده ښه روان دي.

کله چې امریکایانو تصمیم ونیو تر څو د افغانستان د ملکیت قواله له خپلو ګوډاګیانو تر لاسه کړي نو کرزي ته یې وویل چې مشورتي لویه جرګه را وغواړي ترڅو ددې کار په کولو سره امریکایان دوه ګټې پورته کړي لومړی داچې دغه مسولیت له فرد څخه لری او د ټولنی په اوږو ور بارکړي دوهم داچې لویه عنعنوي جرګه بدنامه کړي. چې بیاهم امریکایان په دواړو پلانونو کې بریالي سول ځکه دغه تړون او قواله فرد نه بلکې لویې جرګی مهر او تایید کړه.بله داچې اولس کې یې لویه جرګه بی ارزښته او بدنامه کړه ځکه چې دغو ګوډاګیانو داسې پریکړه وکړه چې هیڅ با ضمیره افغان ته دمنلو وړنه ده. څومره له امکان څخه لری خبره ده چې یو جهادي رهبر او دیني عالم دې دداسې یوې جرګی مشري وکړي چې په هغه کې د هیواد دخرڅولو پریکړه کیږي مشري لاڅه چې د قوالې په لاسلیک دی بیا دومره تاکید وکړي چې د نه امضا په صورت کې ریس جمهور او جرګه وال په هجرت کولو وګواښي.

په او سنیو حالاتو کې د امریکایانو له خوا دسولی هڅې او په خلاف یې د اشرف غني دریځ ورپسې د مشورتي لویې جرګې را غوښتل د کرزي د لویې جرګې د ډرامې تکرار ده او بس. په دې کار کې د نیواکګرو ځواکونو موخه داده چې د لویې جرګې ارزښت ته یوبل ګذار هم ورکړي اشرف غني له فردي مسولیت څخه خلاص د سولی نه کولو دروند مسولیت د اولس په اوږو ور بارکړي نړیوالو ته دا وښیي چې له طالب سره اشرف غني او حکومت یې نه بلکې افغان اولس سوله نه کوي. افغان اولس کې به جرګه په دې ډول مختورې کړي چې مشورتي لویه جرګه کې به داسې سرې او تورې کرښې و کاږي چې دسولی په وړاندې به په ښکاره مخالفې وي. زمونږ جنګ ځپلی اولس له هرڅه مخکې د سولی غوښتونکی دی چې ددغې غوښتني په مقابل کې به یې اشرف غني لویه جرګه او پریکړې واقع سي.

که له دې وروسته د هر هدف او موخی لپاره جرګې را وبلل سي د ټولو افغانانو په ذهنونو کې به همدا یوه خبره وي چې دغه لویه جرګه وه چې د افغانستان د لویشت لویشت خاوری قواله یې امریکایانو ته ورکړه، دغه لویه جرګه وه چې سوله یې تحریم او هغه دسولې پڅ حرکت چې په دې ورستیو کې سوکه سوکه روان وه په ټپه ودراوه او د افغانستان د لسیزو جنګ یې د سلیزو په لور ور ټیله کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د