لویه جرګه؛ د حکومت لوړې هیلې او د ګډونوال تورونه – ويډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د حکومت له لوري جوړه شوې مشورتي لویه جرګه نن باید پای ته رسېدلی وای، خو د دې جرګې د تدویر کمیسیون وايي، ښايي سبا هم دا جرګه وغځېږي.

دا جرګه چې له امله يې کابل ښار تر نیمايي ډېر تړل شوی، د څلورو ورځو لپاره ټاکل شوې وه، چې نن د جوړو شویو کمېټو مشرانو خپل وړاندیزونه او د حکومت له لوري د ورکړل شویو پوښتنو ځوابونه ګډونوالو ته واورول.

د دې جرګې تحریموونکو بنسټونو، سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او ټاکنیزو ډلو دا تور لګاوه چې جرګه د اشرف غني له لوري شخصي، کمپايني او د حکومت په فرمایش جوړېږي، چې اوس يې د جرګې ګډونوال هم تاییدوي.

کابل‌نیوز د جرګې د ګډونوالو له خولې وايي، چې د څلورو پوښتنو په ورکولو سره، دوی مقید شوي او پوښتنې بشپړې د حکومت له لوري فرمایشي جوړې شوې دي.

د جرګې یو تن ګډونوال په ژړغوني غږ وايي، غوښتل يې د خپل ولس غږ په رښتونې بڼه پورته کړي، خو دلته فضا داسې چوکاټي شوې، چې ترې بېرون خبره نه‌شې کولی.

دې راپور کې د یوې سرچینې په حواله دا هم ویل شوي چې جرګه سانسور ساتل شوې او څوک چې هم د مؤقتې ادارې یا هم د حکومت د جوړ شوي چوکاټ خلاف خبره وکړي له تالاره په زور ایستل کېږي.

په ورته وخت کې د دې جرګې انتصابي مشر عبدرب الرسول سیاف وايي، تر څو چې ټول یوه خوله شوي نه وي، د جرګې وروستۍ اعلامیه به اعلان نه کړي.

د دې جرګې ځينو مشرانو چې خپل ځوابونه اورولي یا يې هم له رسنیو سره خبرې شریکې کړې ډېری هغه څه دي چې حکومت يې د سولې د پیل شویو خبرو اترو راهیسې تکراوي.

د شنونکو په باور اوربند، له حکومت سره د طالبانو خبرې، د بهرنیانو «مسؤلانه وتل» او «باعزته سوله» هغه شعارونه دي چې اشرف غني تکرار کړي او اوس يې د جرګې په ګډونوالو هم تکراروي.

دوی زیاتوي دا جرګه چې د هېواد د اکثریت سیاسي ډلو او څېرو له لوري نامشروع بلل شوې د سولې په روانه پروسه کوم اغېز نه‌شي ثابتولی.

د سولې فعال شفیع اعظم په دې اړه لیکي: «د پوښتنو ټول ميکانيزم داسې عيار شوی وو چې پر مټ یې حکومت ځان له موجوده انزوا وباسي. خپل موقف قوي کړي. او بيا داکتر غني په هره غونډه کې د اندونيزيا، کابل علماوو کنفرانس او د مکې امام له خطبې وروسته دا ځل و وایي چې ماته په لويه جرګه کې ۳۲۰۰ افغانانو داسې ويلي او دا د ملت غوښتنه ده انعطاف نه منم، د اندونيزيا، کابل علماوو او د مکې امام خطبې که ترننه کومه ګټه کړې وي نو دا جرګه به یې هم وکړي.»

سره له دې چې دا جرګه حکومت د «سولې» مشورتي لویه جرګه بولي، خو نږدې پای ته نږدې شوی لا هم د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرې کومه تبصره نه ده کړې.

خلیلزاد د یو پلاوي په ملتیا له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو لپاره قطر ته رسېدلی، طالب ویاند پرون چهارشنبه وویل، چې خبرې اترې به نن ورځ پیل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

عمر داودزيه ته يو ملي خائين ئي او غواړي دملت په سترګو خاوري وشيندي، د ملت سره ستره جفاء کوي. خامخا به حساب او کتاب درسره کيږي. کاروان