ورزش

بهرني لوبغاړي د نړیوال جام په موخه د «IPL» پریښودو په تکل کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غوایي، ۱۳۹۸ل): د هند غوره لیګ IPL سیالۍ د ۲۰۱۹م کال مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه پېل شوي او د مۍ میاشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې یو شمېر نړیوال لوبغاړو ګډون کړی چې د بېلا بېلو لوبډلو لخوا لوبیږي، خو اوس د نړیوال جام په موخه بهرني لوبغاړي د یاد لیګ پریښودو په تکل کې دي.

جوني بیرسټو: د هند غوره لیګ سیالیو په دې پړاو کې لومړی لوبغاړی د سنرایزز حیدراباد لوبډلې تکړه لوبغاړی او اوپنر جوني بیرسټو و چې د نړیوال جام په موخه یې یاد لیګ پریښود او انګلستان ته یې سفر وکړ.

نوموړی د خپلې لوبډلې لپاره د ډیویډ ورانر سره یوځای په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او یو شمېر ریکارډونه یې په خپل نوم کړل، جوني بیرسټو د حیدراباد لوبډلې لپاره ۱۰ لوبې ترسره کړې چې په ۵۵.۶۲ اوسط یې ۴۴۵ منډې جوړې کړې، په دې کې یوه سلیزه او ۲ نیمه سلیزې هم شاملې دي.

ډیویډ وارنر: د همدغې لوبډلې دویم اوپنر توپوهونکی ډیویډ وارنر چې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی هم د روان لیګ سره مخه ښه وکړه او له خپلې لوبډلې سره وروسته له یو کال بندیز یوځای شو.

نوموړي په یاد لیګ زړه راښکونکې لوبه ترسره کړه او ټولې یې ۱۲ سیالۍ ترسره کړې، چې له مخې یې یوه سلیزه او ۸ نیمه سلیزې ووهلې، همدا ډول یې په۶۹.۲۰ اوسط تر ټولو زیاتې «۶۹۳» منډې جوړې کړې، وارنر وړمه ورځ لوبډلې ته له بریا ورکولو  او د لوبغالي مزدورانو سره له یوه ښکلي انځور اخیستلو وروسته آی پي ایل سره مخه ښه وکړه.

جوني بیرسټو او سټیو سمیت د هند غوره لیګ کې د اوپنرانو لخوا د زیاتې منډو ملګرتیا ریکارډ مات کړ.

سټیو سمیت: د راجستان رائلز لوبډلې تکړه توپوهونکی دی چې له یو کال بندیز وروسته لوبې ته راستون شو، نوموړی د خپلې لوبډلې مهم لوبغاړی دی، د اجینکی رهانې په لوبډلمشرۍ کې له پرلپسې ماتو وروسته نوموړي ته لوبډلمشري وسپارل شوه چې یو شمېر بریاوې یې خپلې کړې.

تېره ورځ یې د بنګلور لوبډلې لوبډلې پر وړاندې له سیالۍ مساوي کیدو وروسته سټیو سمیت د هند غوره لیګ سره مخه ښه وکړه، نوموړي په ۱۱ سیالیو او ۱۰ پاڼیو کې په ۳۹.۸۷ اوسط ۳۱۹ منډې جوړې کړې چې په کې ۳ نیمه سلیزې هم شاملې دي.

Image result for smith ipl 2019

همدا ډول د افغانستان ملي لوبډلې درې لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن) چې په یاد لیګ کې لوبیږي راتلونکې راوونۍ د خپلې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه یاد لیګ پریږدي، افغان لوبډله له نړیوال جام وړاندې د سکاټلینډ او ایرلینډ سره دوه-دوه یو ورځنۍ سیالۍ لري او بیا د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې له پاکستان او انګلستان سره هم مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx