جنتونه او د هغوی نعمتونه! «اوومه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنتیانو خوراک، څښاک او د هغوی ډولونه:

په یو شمېر آیتونو او په نبوي حدیثونو کې د جنتیانو له ډول-ډول خوراکونو او څښاکونو نه یادونه شوې، چې سړی یې د دې ورانې نړۍ پر غولي سوچ هم نشي کولای.

د جنتي خوراکونو او څښاکونو رنګونه، خوندونه او د هغوی ظروف (لوښي) په ډېر وچت معیار او لوړ کیفیت تیار شوي.

جنتي لوښي له زرو نه پنځول شوي؛ خو روڼوالی او صفايي یې د شیشې په څېر ده، کوم چې په دنیا کې یې ساری نه ليدل کېږي. دا او دېته ورته ویاړونه به د جنتي د رتبې له کچې سره سم ور کول کېږي.

د یو ټیټ رتبه جنتي به اووه درجې وي، چې هغه به یې په شپږمه درجه کې قرار لري، تر هغه لوړه به یوه بله اوومه درجه هم وي. د هغه به ۳۰۰ خادمان وي، صبا او بېګا به هغه ته ۳۰۰ سوه کاسې خوراک راځي، غالباً چې ټولې کاسې به د زرو وي، په هره کاسه کې به داسې خواړه وي، چې په بله کاسه کې به یې ساری نه وي؛ وروستۍ کاسه به دومره خوندوره وي، لکه لومړۍ هغه یې. دا راز به یې رنګ هم یو له بلې نه توپیر لري. د یاد جنتي به ۷۲ جنتي حورې وي – له دنیوي مېرمنې نه پرته – چې هره یوه به کابو په یو میل مسافه کې قرار لري. د یوه ټیټ رتبه جنتي خوراکونه به د هغه په آند د ټولو جنتیانو بسنه کوي.

د یوه جنتي به د سلو کسانو د خوراک، څښاک او جماع توان او طاقت وي.

خوراک او څښاک به یې د خولې په بڼه له تنې نه وځي، د مښکو په څېر بوی به لري.

جنتیان، به نه لویې او نه وړې متیازې کوي، نه به لاړې توپ کوي او نه به پوزه سوڼ کوي؛ بلکې خوراک او څښاک به یې د ټېغونو او خولې په څېر له تنو نه وځي، چې د مښکو په څېر خوشبویه بوی به لري.

د یو جنتي به یوه مرغه ته پام شي او وبه غواړي، چې له هغه نه مې کباب خوړلای وای؛ نو یاد مرغه به د هغه په وړاندې کباب پروت وي.

که جنتي وغواړي، چې په جنت کې کرهڼه وکړي؛ نو کرل، شنه کېدل، رېبل به یې په یو وخت تر سره شي.

لومړی خوراک د جنتیانو:

لومړی خوراک به جنتیان د کب (ماهي) له سینې نه کوي. له هغه وروسته به د جنت یو داسې غویی ورته حلال کړل شي، چې د جنت په څنډو کې به څرېدلی وي. له هغه نه پس به د «سلسبیل» خوندورې چینې اوبه ورکول کېږي.

له همدې زمکې به په جنت کې جنتیان د ډوډۍ په څېر خوراک کوي.

د جنتیانو کتغ به د جنتي غوایي او د جنتي کب د سینې زیاته غوښه وي. نږدې ۷۰،۰۰۰ زره جنتیان به د هغوی له سینې نه خوراک کوي.

د لوړې کچې جنتیانو ته به خالص د تسنیم خوندورې چینې اوبه ورکول کېږي، لږ د ټیټې رتبې جنتیانو ته به په نورو جنتي شرابو ور ګډېږي، بیا به ورکول کېږي.

د جنت شراب:

په جنت کې به د نورو خوندورو (مشروباتو) څښاکونو تر څنګ شراب هم ورکول کېږي، چې ځانګړی خوند، رنګ او بوی به لري. د جنت شراب به – لکه څنګه چې په نورو برخو کې ترې یادونه وشوه – په نهرونو او ویلو کې بهېږي، ځانګړی خوند، بوی او رنګ به لري؛ سردردي، نس دردي؛ بې ځایه ویناوې، د هوښ او عقل بایلل به پکې نه وي. جنتي شراب به یواځې خوند، خوشالي او هوساینه لري او بس.

په جنت کې به یو ټولی د شرابو په څښلو سره را ټول شي – لکه په دنیا کې – له پاسه به پرې سپینه وریځ تېرېږي، ورته به کړي: څه غواړئ، چې پرې در وه یې اوروم؟ هغوی چې هرڅه غواړي؛ پرې را وبه ورېږي، تردې چې د یوه په غوښتنه به له هغېنه تاندې، د غټو تیانو والا نجونې را وورېږي.

د جنتیانو یو ټولی به په یو خوا سواره روان شي، د جنت درختې به یې له مخې لرې کېږي؛ ترڅو د هغوی صف مات نه کړي، ډول-ډول مېوې به په هغوی د سوغات په توګه را ښندي.

په جنت کې ډول-ډول ګلاسونه، پیالې؛ کاسې او کوزې شته.

[سرچینه: خلاصه او غوړچان له «البدایة والنهایة: ۲۰/ ۳۱۷-۳۲۷»].

ـــــــــــــــــــــ

یادونه:

د دنیا نعمتونه د جنت له نعمتونو نه رغنده توپیر لري:

– د دنیا پر غولي د زرو او شیشې تر منځ ښکاره ټکر او تضاد قرار لري؛ شونې نه ده، چې یو لوښی دي له زرو او شیشې نه جوړ شي؛ خو هغلته داسې نه ده.

– د جنت ټول ظروف «لوښې» به هیڅ ډول تغیر نه مومي: نه زړېږ، نه ماتېږي او نه ښکلا بایلي.

– د دنیا حیوانان خوراک، څښاک او ساتنې ته اړتیا لري؛ خو د جنت ټول اوسېدونکي حیوانان (غویي، مرغان، کبان او… ) بې څړه، بې اوبو ژوند کولای شي.

– د دنیا شراب د ټولو ناروغیو او فسادونو مور ګڼل شوې؛ خو د جنت شراب هغسې نه دي.

– د یو ټیټې رتبې جنتي ته چې الله پاک دومره ستر شرف او مقام ورکوي؛ نو لوړ رتبه جنتیان به څنګه وي؟

اللهم ارزقنا من نِعَم الجنة، ما لا عين رئتْ، ولا اذن سمعتْ؛ ولا خطر علی قلب بشر بفضلك، وكرمك، وجودك يارب العلمين.

نور بيا ….

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button