نظــر

اسامه بن لادن – وروستۍ ليدنه وروستۍ خندا

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

د ۲۰۰۱ کال د اګست د میاشتې وروستې شپې ورځې وي له خپل دفتر څخه د ملا خیر الله ( ابوالخیر محمد حسن المصري ) په ملتیا د شیخ اسامه بن لادن استوګنځې ته ولاړو.

د شیخ استوګنځي د کندهار د لویې ویالې په هغې څلور برجه کلا کې موقعیت درلود چې د القاعده تنظیم د مشر اود هغه د دواړو مرستیالانو (ډاکټر ایمن الظواهري او ابوحفص المصري) او د هغوی د ځینو خصوصي محافظینو فامیلۍ ورکې میشتې وي.

کلا ته له ورسیدو سره سم د موظف پیره دار زبیر الحائلي لخوا د کلا دروازه پرانیستل شوه ، او دا چې ملا خیرالله ( ابوالخیر المصري ) راسره یوځای و نو له ځنډ پرته کلا ته د وردننه کیدو اجازه راکړل شوه.(1)

زمونږ له ور رسیدو سره سم د ماښام آذان وشو، هماغه و چې د جماعت لمانځه لپاره په کلا کې دننه مسجد ته ولاړو.

شیخ اسامه او په کلا کې میشتو کسانو به ټولو پنځه وخته لمونځ په همدي مسجد کې په جماعت سره کاوه.

له لمانځه وروسته له شیخ اسامه سره یوځای د هغه د ملاقاتونو کوټې ته راغلو چې په عادي سطرنجې او ټیټ کیفیت لرونکو اسفنجي توشکو باندې پوښل شوې وه.

د نوموړي مخته د معمول په شان د وړوکي میز پرسر د حدیثو د صحاح سته کتابونه ایښي وو.

دا مهال د القاعده تنظیم د نشراتي څانګې له لوري د الحل په نامه یوه ویډیو سي ډي د M.B.C تلویزوني شبکې له لوري نشر شوې وه چې لویه تبلیفاتي هنګامه تري جوړه شوې وه.

زمونږ د لیدنې موضوع هم یاده سي ډي وه چې په دغسي حساس وخت کې نه باید دغه ډول نشرات د دښمن تبلیغاتي دستګاه ته د امارت خلاف د تبلیغاتو زمینه مساعده کړي.

په هرصورت د موضوع په اړه خبرې وشوې او وروسته ما شیخ اسامه ته هغه لیکلې پوښتنې ورکړي چې ما غوښتل د نوموړي له لوري د هغو له ځوابونو څخه په افغانستان کې د شوروي اشغالګرو خلاف د نوموړي د جهادي فعالیتونو په اړه څه ولیکم.

نوموړی هغه ولوستلې او بیا یې راته وویل چې زه به یې ځوابونه د ملا خیر الله په لاس بیا درولیږم.

مجلس د ماخوستن تر آذان پوري وغزیده ، د ماخوستن تر لمانځه وروسته سمدستي په خوړنځي کې د ماخوستن ډوډۍ تیاره وه.

د شیخ اسامه عادت وه چې ډوډۍ به یې په همدې عمومي خوړنځي کې له راغلیو میلمنو او خپلو انډیوالانو سره یو ځای خوړه.

یو ډیر ښایسته عرب ځوان چې تازه له لندنه راغلی و د شیخ په اړه یې د لندن میشتو عرب مسلمانانو خورا ګرم تأثرات هم له ځانه سره راوړي و ، همدا د دستار خوان پر سر یې په ډیر جالب انداز شیخ اسامه ته ور اورول.

شیخ چې په ډوډۍ کې زمونږ د کاسي ملګری و د ډوډۍ خوړلو ترڅنګ یې د یادو تأثراتو له اوریدو خورا خوند اخیست.

کله چې یې خبرو ته د یاد ځوان ډیره لیوالتیا ولیده هغه ته یې وویل: ډوډۍ دې وخوره ! د کاسي ملګرو دي خواړه ټول در څخه خلاص کړل.

ځوان ورته په خندا کې وویل :

(والله یاشیخ كلامك احلى من الأكل)

شیخه ! قسم په الله چې ستا خبرې راته تر هرډول خوړو ډیرې خوندورې دي…

له دې سره شیخ اسامه هم په خندا شو، او د (بارک الله فیك) په ویلو سره یې د ځوان د احساساتو نوازش وکړ.

تر ډودۍ خوړلو وروسته مونږ له شیخ سره مخه ښه وکړه …

داسې مخه ښه چې بیا مو له کندهارــ کابل څخه د تورې بوړې پر لوري او له هغه ځایه ایبټ آباد ته د نوموړي د خونړي سفر څرک هم ونشو لګولای …

پای

(1) ابوالخیر المصري چې اصلي نوم یې محمد حسن دی په کال ۱۹۵۷ کې په مصر کې زیږیدلی او شیخ اسامه ته له ډیرو نیږدي کسانو څخه و.

نوموړی اصلا د مصر د جماعة الجهاد تنظیم مربوط او په اتیایزه لسیزه کې افغانستان ته راغلی و.

له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتو وروسته په کال ۱۹۹۲ کې بوسنیا او له هغه ځایه سوډان هیواد ته ولاړی.

په کال ۱۹۹۶ کې له اسامه بن لادن سره یوځای له سوډان څخه بیرته افغانستان ته راغی.

وظیفوي مسؤلیت یې د القاعده تنظیم د بهرنیواړیکو او سیاسي چارو انسجام و.

په کال ۲۰۰۱ کې پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته ایران ته ولاړی او هلته په کال ۲۰۰۳ کې د ایران په سیستان کې د ایراني چارواکو لخوا اسیر او تر ۲۰۱۵ کال پوري له هغوی سره په نظارت کې پاتي شو.

په کال ۲۰۱۵ کې د ایراني حکومت او القاعده غړیو د اسیرانو په تبادله کې راخلاص او سوریې هیواد ته ولاړی .

په سوریه کې د اوسیدو په مهال د القاعده د اوسنی مشر ډاکټر ایمن الظواهري مرستیال وټاکل شو .

د القاعده تنظیم د مرستیال په توګه تر تقرري وروسته د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۲۶ د سوريي د ادلب ولایت په المسطومه سیمه کې د امریکايي ډرون الوتکې لخوا په نښه او ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

هېڅ علاقه نلرم چې د شهيد اسامه رحمه الله په اړه ليکنې ولولم په تېره بيا د نن ټکي اسيا په پاڼه باندې. زما سره دا وېره موجوده ده چې خدای مکړه د سولې په لوري د روان ستړي مزل په منځ کې د اسامه رحمه الله د زوی په نوم،، يا د دکتور ايمن ظواهري حفظه الله په نوم او يا د دوی د سلفي دواعشو او شاگردانو په نوم له طالبانو کرامو سره د دوی د بيعت يا تجديد بيعت مستند ولې مزور خبرونه خپاره کړل شي. سره لدې چې د دروند دانشمند ثاقب صاحب ليکنې خورا دقيقې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی تل مو ښکلی او اړین او ګټور حقایق لیکلی، ستاسی لیکنه چه ووینم هر څه پریږدم او ستاسی لیکنه کله کله څو ځلی لولم د دی خاطره نه چه پری نه یم پوه شوی ددی خاطره چه ویل یی راته خوند لری او وایم چه حافظه کی می ځای ونیسی. په هر صورت، د ګلبدین په اړه لیکنه می تر اوسه ځکه ونه لیکله چه ځینو ورونو راته وویل صبر وکړه چه د ګلبدین اصلی څیره تردی لا زیاته په ډاګه شی ، کله چه راته هر څه تر دی لا زیات… نور لوستل »

غوربندي

فکر کوم مونږ افغانانو ته د القاعدې او د ځينو تنظيمي مشرانو ماهيت کافي مالوم شوی وي،، ،، په دې اړه بحث او څېړنې د لاړو پورته تو کولو په مانا دي چې بيرته زمونږ په مخ را پرېوزي.

غ.حضرت

د مطرح او پېژندل سوو یا پېژندل کړه سوو کسانو موجودیت له دوو برخو تشکیل سویدی: اول: د هغوی ژبه دوهم: دهغوی فکر او عقیده په تاریخ کی ډېری داسی مشهوری څېری تر سترګو کیږی کوم چي اعمال او کړنی ئې د عقیدې خلاف او یا ئې عقیده د کړنو خلاف ثابته سوې وی. بن لادن شاید د معمولی عقیدې له نظره د عادی مسلمانو غوندی یو معتقد مسلمان ؤ خو کړنی ئې د اسلام په زیان تمامی سویدی. د سپټمبر مخکی د اسلام تبلیغ ( د موعظة الحسنه) د ادبیاتو په رُڼا کی ډېر اغیزمن ؤ او غیر مسلم… نور لوستل »

منتقم منګل

بی بی سی همدا ډول کسانو زاړی خبروی اوس مهال خپروی؛ احتیاط پکار دی چی دښمن ته پوچی بهانی په لاس ورنشی.

عبدالرحیم (ثاقب)

محترم غوربندي صاحب دروند استاذ بیانزی صاحب او قدرمن غلام حضرت شاکر صاحب ! سلامونه ، درناوي او ښې هیلې مي ومنئ! بښنه غواړم چې ستاسي تعلیقاتو ته په ځنډ سره ځواب وایم. لومړی له جناب غوربندي او قدرمن استاذ بیانزي صاحب څخه مننه کوم چې زماله لیکنو ښه تأثر لرئ، له شکه پرته چې ستاسي ښه تأثر ماته نوره هم حوصله مندي رابښي ، الله تعالی دې تاسو معزز او موفق لري. او د درانه استاذ غلام حضرت صاحب د ملاحظې په اړه باید ولیکم چې اسامه بن لادن اوس زمونږ د قضیې د یوه جز لاینفک په حیث… نور لوستل »

غوربندي

جزاکم الله خيرا عزتمند ثاقب صاحب مننه ستاسو له خلص وضاحت څخه. يوه خاطره او يو خوب: زه د ثور له اتمې وروسته د کلونو په چړپېدا بېرته پېښور ته راستون او د پوهنتون د لومړي سمستر محصل وم، درسونه مې لکه غر داسې سخت او راباندې غمېدلي وو، د روژې مبارکه مياشت رابره شوې وه،، د تېرو کلونو خلاف ډېر خفه وم چې شپه به مې د تلاوت او ختم پرځای له مرور او پنډ کالکولس-۱ يانې اولې رياضي سره په ويښو سبا کوله،،،، د سهار له لمانځه وروسته ويده شوم،،، ګومان کوم دا هغه وخت وو چې اسامه… نور لوستل »

غوربندي

طالبانو کرامو د داعش په لومړي سر ظهور کې چې کله هغوی په خراسان زمین کې د خپلو فعالیتونو خبر ورکړ، نو طالبانو کرامو هغوی ته جامع لیک واستاوه او ورته ګوشزد یې کړه چې دلته منظم مقاومت شتون لري، تر څنګ یې ستاسو موازي فعالیت به د مسلمانانو صف تضعیفوي او ګټه به یې خدای مکړه اشغالګرانو ته رسي،،، که مونږ او تاسو ماضي ته وګرزو،،، نو د شوروي اشغال پر ضد سپېځلي افغان شموله مقاومت په مهال هم عرب مجاهدینو مستقل تشکیلات، نشرات او فعالیتونه درلودل،،، همداسې چې کله عرب مجاهدین د القاعدې په چوکاټ کې طالبانو کرامو… نور لوستل »

Javid Ullah

الله ﷻ دی حنت الفردوس ورنصيب کړي امين

پیر محمد

نه پوهیږم داهر څه څنګه د پلان سره سم مخته ځی، په دی شپو او ورځوکی په میډیا کی په طالبانو باندی ډیر داتورونه لګیږی چی ګواکی دوی له القاعدی سره خپلی اړیکی نه دی پریکړی، ورسره هممهال ستاسی ویبپاڼه چی غیر مستقیم د طالبانو نشراتی ارګان یاست دالقاعدی د مشر اسامه بن لادن داسی خوږی کیسی نشر کوۍ چی له هغو څخه داجوتیږی چی طالبان واقعا له القاعده سره خواخوږی لری، نه پوهیږم چی دالیکنه په دی حساس وخت ولی خپره شوی، په طالبانو اکثره داسی کارونه کیږی چی ددوی خپلی کړنی په دوی ثبوت ګڼل کیږی.

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x