جنتونه او د هغوی نعمتونه! «اتمه برخه»

لیکنه او راټولونه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنتیانو جامې، ګاڼې او د هغوی ډولونه:

په ګڼ شمېر آیتونو او نبوي حدیثونو کې د جنتیانو له جامو، ګاڼو او د هغوی له ډولونو نه یادونه شوې.

په جنت کې به جنتیانو ته ځانګړې ګاڼې او زیورات ور اغوستل کېږي.

تر کومه ځایه، چې د اوداسه اوبه رسي؛ تر همغه ځایه به یې ګاڼې هم رسېږي.

په جنتونو کې به د نرو ګاڼې تر ښځو زیاتې ښکلې وي.

جنتیانو ته به د سرو او سپینو بنګړي ور په لاس کړل شي، په قیمتي ملغلرو به پوښلي وي؛ هغوی ته به د ملغلرو او یاقوتو وښي او د پاچایانو ګران بیه تاجونه ور پر سر کړل شي. هغوی به زلمکیان، بې وېښتو او تور سترګي وي.

که د یوه جنتي لاسوندی/بنګړی دې نړۍ ته را ښکاره کړل شي؛ نو لمر به داسې بې نوره شي؛ لکه ستوري د لمر په وړاندې.

جنتیان به له درد او بد حالي نه خوندي وي، نه به یې جامې زړېږي او نه به یې ځواني له منځه ځي.

د یو جنتي به دوه مېرمنې وي؛ چې د لېنګو د ماغزو سپینوالی به یې له جامو نه د باندې ښکاري.

لومړی ټولی جنتیان به د څوارلسم د سپوږمۍ په څېر پړکېږي، دوهم ټولی به د ځلانده ستوري په څېر راڼه او ښکلي وي، د هر یوه به دوه لوی سترګې حورې وي، د هرې یوې به ۷۰ ګاڼې پرتن وي، د لېنګو د ماغزو سپینوالی به یې له غوښو او ګاڼو نه د باندې داسې برېښې، لکه سره شراب په سپینه شیشه کې.

یو جنتي به ۷۰ کاله په یوه اړخ تکیه وهلې وي، یوه جنتي مېرمن به ورته راشي، په اوږه به یې ووهي؛ هغه چې کله ورته وګوري؛ نو خپل مخ به د هغې په اننګو کې تر هینداره ښه صفا ور ښکارېږي، پر هغې یوه کم بیه ملغلره به له ختيځ نه تر لوېدیځه ټوله سیمه رڼا کولای شي؛ سلام به ورته وکړي، هغه به ورته ځواب ور غبرګ کړي، ورته به کړي: څوک یې؟! هغه به ورته وایې: زه «مزید؟» یم. پر هغې به ۷۰ جامې وي، کمه جامه به یې له «نعمان» نه تر «طوبی» رسي؛ خو نوموړی به د هغې د لېنګو ماغزه له همدې جامو نه بهر ویني.

په جنت کې یوه ستره ونه ده، له هغې نه به د جنتیانو جامې جوړېږي.

جنتیان به د «طوبی» درختې ته بیول کېږي، هغه به نوموړو ته له خپلو غوټیو نه ډول ډول جامې را سپړي: سرې، سپینې، شنې، ژړې او تورې، د «شقائق النعمان» د رنګینو ګلونو په څېر؛ خورا ښکلې، نرمې او نازکې به وي.

دا راز هم راغلي، چې په جنت کې یوه ونه ده، د انارو په څېر مېوه پنځوي، کله چې جنتي د جامې په تکل کې شي؛ نو هغه به په خورا چټکۍ سره خپلې خاښلې ورته را ټیټې کړي، ۷۰ ډوله جامې/ګاڼې به نمبرواره ورته را پرانیزي؛ وروسته به بیرته خپل لومړني حالت ته وګرځي.

[سرچینه: خلاصه او غوړچان له «البدایة والنهایة: ۲۰/ ۳۲۷-۳۳۳»].

ـــــــــــــــــــــ

یادونه:

– د دنیا ټولې جامې، ګاڼې او نور نعمتونه له جنتي هغو نه رغنده توپیر لري: دلته جامې، ګاڼې او ځوانۍ زړېږي، بدلېږي او ښکلا بایلي.

– دلته ګېڼه یواځې تر ښځو محدوده ده.

– دلته هر کار د وسیلو او الاتو پر مټ تر سره کېږي.

– دلته د ښکلا، ځلا، ښایست یواځې د وړانګې د زرې په څېر  نمونه راغلې.

– د جنت ټول ملبوسات، مطعومات، مشروبات؛ روائح، مساکن، مراکب؛ مناکح او … له دنیوي هغو نه په زیاته کچه توپیر لري.

اللهم إنا نسئلك الجنة، و نعوذ بك من النار!

نور بيا …