غزل: شفاعت ريحان

شفاعت ريحان

زما د غزل ډک له درده توري تاته ګوري
پر زړه مې پړک وهلي د یاد ستوري تاته ګوري

په تا باندې لمر مخیه! ښاپېرۍ د قاف میني
رڼاوي له سپوږمۍ نه چې را اوري تاته ګوري

یو څوک وي چې درځي دا ستا په لوري تاته ځیر وي
یو څوک وي چې راځي دا ستا له لوري تاته ګوري

بچي ته دې په څومره مینه، مینه ده زده کړې!
اجل غېږ کې اخیستی وي او موري تاته ګوري

ګلاب درپسې مات دی د غاټولو د زړو میره!
نرګس، او د لونګو پراته سیوري تاته ګوري

زما لېونۍ سترګې خو دې حسن لره تږي
ړندې دې شي که یاره! سترګې نوري تاته ګوري

یو چا په دومره مینه کې یې نغښتی شفاعته!
پرې شونډې یې دا ستا په نامه ښوري تاته ګوري

شفاعت ريحان

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د