افغانستان

طالبان: خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلو اېښودلو خیالي غوښتنې نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي؛ زلمی خلیلزاد دې حقایق درک کړي ا وله دوی څخه دې د وسلو د اېښودلو خیالي غوښتنې نه کوي.

طالبانو دغه څرګندونې د زلمي خلیلزاد له لوري په ټویټر باندې د لیکلې ادعا په غبرګون کې کړې، د خلیلزاد په وینا؛ نوموړي طالبانو ته ویلي چې « افغانان وروڼه او خویندې سوله غواړي او اوس وخت رارسېدلی چې تاسو خپلې وسلې په ځمکه کېږدئ او تشدد ته د پای ټکی کېږدی».

د نوموړي ددې ادعا په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې«خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر نه کوي، د دا ډول خیالي غوښتنې پرځای دې امریکایان په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل شړيدلې ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پريکوي او د ناکامه ستراتيژیو تکرار دې بند کړي، ځکه چې نتیجه نه لري».

مجاهد وړاندې زیاتوي چې « بهتره داده چې خلیلزاد د شف شف پرځای سم په جرأت سره شفتالو ووايي او روانو حقائقوته غاړه کيږدي».

یاده دې وي چې؛ د طالبانو او د امریکا دمتحده ایالاتو د ځانګړي استازي تر منځ دا تبصرې داسې مهال تبادله کېږي چې؛ دواړه لوري د قطر په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته ناست دي او د بهرنیو عسکرو د وتلو په مهالویش بحث کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» ددې مذاکراتو لپاره اصلي اجنډا په توګه زلمي خلیلزاد ته وریاده کړې وه چې؛ تر هغو چې د بهرنیو عسکرو مهالویش او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د خطر نه پېښېدلو موضوع نهايي نه شي؛ نورو خبرو ته لار نشي خلاصېدای خو خلیلزاد بیا د سولې لپاره د چاپېریال برابرولو په بهانه څلور موضوعات «اوربند، له ګډ حکومت سره خبرې، د تروریزم مخنیوی او د بهرنیو عسکرو وتل» لازمي ګڼلي.

د څارونکو په اند؛ په مذاکراتي بهیر کې د خلیلزاد له لوري د ګډ حکومت د ورګډولو موضوع یوازې حکومت ته تر روحیې ورکولو پورې تړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

د افغان ولس استازی علماء کرامو د الله حافظ او ناصر شی، ټول افغان ولس درپسی اقتدا کړیده. اوس یی وخت دی چی خلیلزاد په غټو ټکو پوه کړی توره سپینه ورسره معلومه کړی یو قدم وړاندی یی حرکت ته پرینږدی په همدی پړاوونو شف شف ګډو وډو خبرو باندی اشعال اوږدوی د افغان ولس غیرتی بچیان وژنی افغان ولس یی په بمبارونو او شپنیو عملیاتو سټ کړ. بس نور ښه پوهیږی احتیاط حکمت او ځیرک اوسی.

عبدالوا حد اڅګزۍ

خلیلزاد دامریکابریژینف دۍ دده پنظر داسلامی افغانانومرګ دامریکااوملحد ینوله طرفه دترورستانوسره جنګ اودافغانستادآزادۍ جهادندۍ دده سره خبری کول دانسان ذهنیت سوزی دغه خلیلزاد عین اشرفغنی اوټرمپ دۍ، ا لله په قرآنکریم کی فرمایی:ددوی په زړوکی مرض دی دوی حق نه احساسوی دوی فکرکوی چه دوی پرحق دی ددوی دپاره ا لله دجهنم لاندینیۍ سخترینه طبقه ټاکلی دهة‎.

عبدالمالک همت

بلي آقای خليلزاد ! همه برادران وخواهران افغان خواهان صلحند. مگر تقاضای را که شما کرده ايد آدرسش غلط است. اين تقاضا از شما ميشود، اما با تصحيحي که لازم است ، يعني تقاضای خروج بلا قيد وشرط نيروهای اشغالګر را از کشور عزيز ما، در کمترين زمان ممکن هم افغانها وهم کشورهای منطقه وجهان از شما دارد. افغانها کشور شما را اشغال نکرده است، بلکه شما کشور مارا اشغال کرده ايد، صدها هزار مردم ما را به خاک وخون کشيده وکشور مارا به ويرانه مبدل ساخته ايد. بناءً يگانه کاريکه بر شما امريکايي ها لازم است عقب کشيدن نیروهای… نور لوستل »

جميل

داسی ښکاری چی خليلزاد د شرابو په نشه کی دا ټويټ خپور کړی وی که ټرمپ په خبر شو په ک… به يی سوټی ور ومنډی . خليلزاده ! ټوله نړی اوس پوه شوی چی تاسو شکست خوړلی او د تښتی تياری نيسی دا به ډيره احمقانه وی چی د زمرو څخه وچغالانو ته د تسليمی ږغ وکړی ، په رشتيا چی امريکايان ډير احمق دی چی تا غوندی ناکامه احمق د مذاکراتو مشر ټاکی ، خپل وحشی حرمونی دی درګرځوه مخکی لدی چی ميړنی افغان غازيان يی نور در مردار کړی او خزانی مو در تشی او ډيوالی مو… نور لوستل »

Hidayat shinwaray

زه دی ته حیران یم چی امریکایی داڔه ماران پرله پسی جهادی قومندان په جبهاتو کی شبی او ورځی په شهادت رسوی او بیا بل لوری ته طالب اسیران یی د گونتانامو او د پاکستان د زندانونه څخه قطر ته تر خپل چتر لاندی راوستلی او د سولی کاذبه ډرامه یی د خلکو د اذاهانو د مغشوشولو لپاره جوڕه کړی. زما په اند د امریکی دغه کاذبه سوله خیالی نه ده بلکی قصدی ده او د خلکو د غولولو لپاره ده. څرنگه چی د امریکی او د اروپا سیاست د نړیوال صعونیزم تر کنترول لاندی او صهونیزم په کاذبه سوله… نور لوستل »

هارون

نو که خبره همداسې وي چې اورو یې، ښه یې ویلي چې: دا مې ګمان نشي — چې له ایزه مي زوی وشي. یا وایي چې: دا وړۍ به شړۍ نشي. امېد به نه پرېکوو، ځکه چې وایي نا امېدې کفر دی. خو دا څه چې امریکایان غواړي، او څه چې طالبان غواړي، ډېر سره لرې دي. څرنګه چې دا یوه سیاسي مسئله ده او په سیاست کې شته واقعیتونه ډېر ژر ژر بدلېږي، نو ځکه سخته ده چې سړی ورباندې پوه شي. یو خدای(ج) ښه پوهېږي چې څه به پېښ شي. ډېر سوالونه دي چې سم ځواب یې په… نور لوستل »

محمد

خلیلزاد لکه چې لیونی سوی دي د زمریانو څخه د تسلیمیدو غوښتنه کوئ — حال دا چې دوی ملعونینو د سولی غوښتنه کړی ده او که مجاهدین دوی ته یو ګام هم تنازل وکړئ — خدای مکړه ـ دا به د شهیدانو د وینو سره لوی خیانت وئ — هیځکله به دا تشه بیا ډکه نسي — لعنت دي وئ پر ټولو کافرانو او ددوی پر دوستانو —

Ghami.Pashtyn

جوړ تازه،
یوازی خلیلزاد څه چه ټوله وایی چه وسله په زمکه کیږدی. خبری وکړی.نو په دا کی د تسلیمیدو څه خبره ده؟ن
نو ایا خلیلزاد او دا دنیا درته ووایی چه یو یو توپک درسره دی ،یو یو بل هم واخلی؟ولس دا نعری سری وهی چه جنګ بس کړی.الله ج د خیر پیښ کړی.

مجاهد

زما د معلوماتو له مخی : زه فکر نه کوم چه امریکا زمونږ له هیواده په روغو جوړو ووځی، په زوره به وځی، دوی تل د ناکامیو او شرمیدلو ماتو وخت کی روغو جوړو ته مخ کوی تر څو هغه څه چه په جنګ کی یی تر لاسه نه کړی شول روغو جوړو کی یی تر لاسه کړی او بس . یعنی دوی که رشتونی وی له اوله یی د سپټمبر فاجعه نه جوړوله او نه به په بهانه او پلمه زمونږ به هیواد او بیا په عراق برید کولو. لږ څه وروسته د عرب پسرلی ( خزان ) جنګونه… نور لوستل »

محمد

کوم کسان چې الله رب العلمین ته عقیده لري هغه دا نه وایی چې خلیلزاد او د هغه کفري نظام ته تسلیم سئ — او نه زموږ مجاهد روزونکې قوم دا وایې — نو که داسي تسلیمیدل لکه دوی چې یې غواړئ ، مجاهدینو غوښتلای ، نو بیا د چشي لپاره اتلس کاله دا ملت دا قوم — شهیدان ورکړل — تکلیفونه یې وګالل — د کفارو ملعونینو او د هغو د ډالر خورو عذابونه او شکنجی یې وګاللی —

اختر محمد

موژک دشرابو په خم کی ولیدلی وه اونشه شوی وه کله چه له خمه راوتلی وه نو ویل پشو کجا است دا خلیل زاد په نیشه کی دا خبری کړی دی دوی زموژ په هیواد برغل کړی دی او باید ووزی او خپل ګوداکیان هم له زانه سره بوزی

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x