دیني، سیرت او تاریخ

روژه له موږ څخه څه غواړي؟ «لومړۍ برخه»

لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن: محمد عمر حماد

د برکت میاشت: وروسته له څو ورځو څخه د روژې مبارکه میاشت ان شاءالله پیل کېږي. هیڅ داسې مسلمان به نه وي موجود چې ددې مبارکې میاشتې له عظمت او برکت څخه دې خبر نه وي. الله تعالی دغه میاشت د خپل عبادت لپاره ځانګړې کړې. په دې میاشت کې الله تعالی پر خپلو بنده ګانو باندې د ډېرو رحمتونو او نعمتونو لورینه کوي. داسې رحمتونه چې زموږ په تصور کې هم نه راځي.

هر مسلمان پر دې پوهېږي چې په دې میاشت کې کوم اعمال دي او پر هغه باندې عمل هم کوي. لکه: په دې میاشت کې روژه فرض ده. مسلمان الحمدلله د روژې پر نیولو بریالي کېږي. د تروایح په اړه هم پر دې پوهېږي چې سنت دي او په هغه کې په اشتراک او برخه اخستلو سره هغه سعات هم حاصلوې. مګر زه غواړم ستاسو توجه یو بل څه ته را واړوم.

په عمومي ډول سره خلک رمضان په روژه او تراویحو کې را منحصروي او داسې فکر کوي چې له دې بغیر به بله کومه ځانګړتیا نه لري. په دې هیڅ شک نشته چې دا دوه عبادات ددې میاشتې له سترو عباداتو څخه ګڼل کېږي مګر خبره همدلته نه خلاصېږي. په حقیقت کې رمضان المبارک له دې ډېر څه له موږ څخه غواړي، له دې د ډېر څه انتظار له موږ څخه لري. په قرآن کریم کې الله تعالی فرمایي:وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ـ ذاریات ۵۶

ژباړه: ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي.
په دې آیت کې الله تعالی د انسان د پیدایښت اساسي هدف عبادت ګڼلی ده.

آیا یوازې پریښتې کافي نه وې؟

په دې ځای کې ځینې خلک خصوصاً هغه چې د غربیت باد وهلي، یو اعتراض کوي چې د انسان د پیدایښت هدف که یوازې عبادت وي نو د انسان پیدایښت ته څه اړتیا وه؟ دا کار خو له دوی څخه مخکې پریښتو هم پر هغه مطلوبې(غوښتل شوې) طریقې سره کوه. د الله تعالی په تسبیح او تقدیس(پاکي بیانولو) کې مشغولې وې/دي. پر همدې اساس کله چې الله تعالی د ادم علیه السلام د پیدایښت اراده وکړه، پریښتو ته وویل چې زه انسان پیدا کوم نو پریښتو وویل: داسې انسان پیدا کوې چې ځمکه کې به فساد خپور کړي، یو د بل وینې به توې کړي په داسې حال کې چې موږ تل ستا عبادت، تسبیح او تقدیس تر سره کؤو. نن هم پر همدې ډول اعتراض او نیوکه کوونکي د خلکو په ذهنونو کې شکونه را ولاړوي چې د انسان د پیدایښت هدف که یوازې عبادت وي نو هیڅ اړتیا نه وه چې انسان دې، دې کار ته پیدا کړل شي ځکه پریښتو دا کار له پخوا څخه تر سره کؤو.

پریښتې کمال نه لري:

دا سمه ده چې پریښتو د الله تعالی عبادت کؤه مګر د پریښتو د عبادت طریقه د انسان د عبادت له هغې طریقې سره چې پرې لازمه شوې ده ډېر فرق کوي. پریښتې د هغه فطرت پر اساس چې دوی یې لري نه یې شوای کولای چې د الله تعالی د قوانینو او فرامینو مخالفت وکړي. د پریښتو په وجود کې د الله تعالی د عبادت د ترک کولو صلاحیت او استعداد وجود نه لري. الله تعالی د هغوی له وجود څخه د ګناه کولو استعداد اخستی ده. نه وږې کېږي، نه تږې کېږي، نه جنسي خواهشات لري، حتی د ګناه کولو وسوسه یې هم په زړونو کې نه تېرېږي، د ګناه خواهش او ګناه خو ډېره لرې خبره ده. پر همدې اساس الله تعالی د دوی د عبادت په مقابل کې چې تر سره کوي یې اجر او بدله نه ده ټاکلې. ځکه چې د پریښتو ګناه نه کول د هغوی کمال نه ثابتوي. نو کله چې کمال نه لري، هغه اجر او بدله چې جنت ته یې رسوي د دوی په عبادت باندې نه مرتبه کېږي.

د ړندو پرهیز کول کمال نه ده:

مثلاً: یو ړوند په ټول عمر کې نه فلم لیدلی ده، نه تلویزون او نه یې بدنظري کړې ده. تاسو ووایاست چې ددې ړوند په ګناه نه کولو کې کمال موجود ده؟ په داسې حال کې چې د ړانده په وجود کې د ګناه کولو صلاحیت او استعداد موجود نه ده. یو بل کس په نظر کې ونیسئ چې د لیدلو حس یې روغ ده او کار کوي، هر څه چې وغواړي لیدلی یې شي، د لیدلو صلاحیت او استعداد لري. پر همدې اساس کله چې د بدنظرۍ غوښتنه یې په زړه کې راشي نو د الله تعالی څخه د ویرې په خاطر فوراً خپل نظر ښکته کوي. په ظاهره کې خو دواړه(ړوند او بینا) ځانونه له ګناه څخه ساتي مګر په حقیقت کې د ځمکې او اسمان په اندازه توپیر موجود دی. لمړۍ کس(ړوند) هم له ګناه څخه ځان ساتي، دوهم کس(بینا) هم له ګناه څخه ځان ساتي مګر د لمړۍ کس(ړوند) ځان ژغورنه له ګناه څخه کمال نه لري خو د دوهم کس(بینا) ځان ساتنه له ګناه څخه ټول په ټوله کمال ده.

دا د پریښتو پر وس پوره نه ده:

نو پر همدې اساس که پریښتې له سهار څخه تر ماښامه پورې خوراک ونه کړي کوم کمال یې نه ده کړی، ځکه چې وږې کېږي نه، خوراک ته اړتیا نه لري نو پر همدې اساس نه خوړل یې اجر او ثواب هم نه لري. مګر انسان خوراک ته محتاج بنده پیدا شوی ده. انسان که د تکامل(بشپړتیا) لوړې مرحلې ته ورسېږي، حتی که د نبوت(پیغمبرۍ) عظیم مقام ته هم لاس رسی پیدا کړي بیا هم د خوراک او څښاک څخه نه شي مستغني کیدلای. د کفارو نیوکه هم پر پیغمبرانو علیهم السلام باندې همدا وو: وَقَالُوا مَالِ هٰذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِى فِى الْأَسْوَاقِ. ـ فرقان ۷

ژباړه: دوی وايي: دا څنګه پېغمبران دي چې خواړه هم خوري او په بازارونو کې هم ګرځي راګرځي. نو انبیا هم خوړلو ته ضرورت درلود. اوس که انسان د خوړولو د احساس باوجود د الله تعالی د حکم او قانون د منلو پر اساس خوراک ته خوله نه ور وړي، کمال یې کړی ده. پر همدې اساس الله تعالی پریښتو ته مخ کړ او ویې ویل: داسې مخلوق پیدا کوم چې وږی کېږي هم، نفساني خواهشات هم لري، زړه کې یې د ګناه کولو وسواس هم پیدا کېږي، مګر د ګناه کولو پر وخت ما یادوي، زما پر یاد سره خپل نفس د ګناه له چټلۍ څخه ژغوري. د هغه(انسان) دغه عبادت زما پر نزد لوړ قیمت او لوړه مرتبه لري. د اجر او بدلې پر مقابل کې یې موږ جنت پیدا کړی ده. ددې لپاره چې د هغه په زړه کې د ګناه کولو هر ډول محرکات پیدا کېږي، نفساني میلان را ولاړېږي، د سترګو پر وړاندې یې د ګناه محرک په نظر راځي، مګر دا انسان له ما څخه د ویرې او زما د عظمت او لویوالي په خاطر خپلې سترګې له ګناه څخه ژغوري، غوږونه له ګناه څخه ساتي، خپله ژبه په ګناه کولو سره نه چټلوي، او د ګناه د تر سره کولو لپاره قدم نه اوچتوي ددې لپاره چې الله تعالی له ما څخه ناراضه نه شي. څرنګه چې ددې ډول عبادت وس او توان په پریښتو کې نه وو نو پر همدې اساس الله تعالی د انسان پر نوم موجود پیدا کړ.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x