افغان کرېکټ ملي لوبډله د نړيوال جام لپاره روانه شوه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ غوايي، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د جمعې په ورځ په نړيوال جام سياليو کې د ګډون په موخه له کابل هوايي ډګر څخه انګلستان ته روانه شوه.

د کرېکټ نړيوال جام سيالۍ به د مۍ مياشتې په ۳۰مه نېټه د سويلي افريقا او انګلستان له سيالۍ څخه پېل شي، چې افغانستان به خپله لومړۍ سيالۍ د جون مياشتې په لومړی نېټه د استراليا پر وړاندې پېل کوي.

د ملي لوبډلې له روانېدو وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د مخه ښې مراسم نيولي وو چې د کرېکټ بورډ او د لوبډلې مشر په کې د خبرو پرمهال ډاډ وښود او زياته يې کړه چې لوبډله به غوره کارکردګي ترسره کوي.

له نړيوال جام وړاندې افغانستان لوبډله شپږ نورې يو ورځنۍ سيالۍ هم لري، چې دوه-دوه د سکاټلينډ او ايرلينډ، او دوه به د پاکستان او انګلستان پر وړاندې تمريناتي سيالۍ ترسره کوي‌.

افغانستان به په نړيوال جام کې يوازينۍ لوبډله وي چې نوی لوبډلمشر به ولري چې شونې ده پر لوبډله منفي اغيز وکړي.

د سکاټلينډ پر وړاندې د افغانستان سيالۍ د راتلونکې چهارشنبې او جمعې په ورځ ترسره کيږي، د ايرلينډ پر وړاندې سيالۍ به د روانې مياشتې په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره کړي چې له هغه وروسته به په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د پاکستان او انګلستان پر وړاندې تمريناتي لوبې ترسره کړي.

د يادونې ده چې محمد نبي او راشد خان به د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې سياليو پر ځای په هند غوره ليګ کې لوبيږي خو مجيب ځدران به له لوبډلې سره يوځای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د