نبي او راشد د سکاټلينډ پر وړاندې سياليو پرځای په هند غوره ليګ کې لوبيږي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د ملي لوبډلې سره د يوځای کېدو پرځای په هند غوره ليګ کې پاتې کيدل غوره وګڼل.

افغان لوبډله نن د جمعې په ورځ په نړيوال جام کې د ګډون او د سکاټلينډ لوبډلې پر وړاندې د دوه سياليو په موخه په سفر ووتله.

د راپورونو له مخې چې محمد نبي او راشد خان به د سکاټلينډ پر وړاندې سياليو کې ګډون نه کوي او پرځای به يې په هند غوره ليګ کې د خپلې لوبډلې سره پاتې کيږي، خو بلخوا مجيب الرحمن چې هم په ياد ليګ کې لوبيږي له ملي لوبډلې سره يوځای شي.

د حيدراباد لوبډله چې اوسمهال پر محمد نبي او راشد خان ډير باور لري، په جدول کې په څلورم نمبر ده او کولای شي دويم پړاو ته لار ومومي.

له تيرې نږدې مودې څخه بهرني لوبغاړي کوښښ کوي آی پي ايل پريږدي او د نړيوال جام په موخه له خپلې ملي لوبډلې سره يوځای شي، په دې کې د انګلستان تکړه لوبغاړی جوني بيرسټو چې د راشد خان په لوبډله کې و دغه سيالۍ پريښودې او د خپلې لوبډلې سره يوځای شو. انګلستان لوبډله د پاکستان پر وړاندې شل اوريزې او يو ورځنۍ سيالۍ ترسره کوي.

همدا‌ ډول ډيويډ‌ وارنر او سټيو سميت هم آی پي ايل سره مخه ښه وکړه او د خپلې ملي لوبډلې سره يوځای شول.

محمد نبي او راشد خان د افغانستان لوبډلې له تکړه او غوره لوبغاړو څخه دي چې په نشتون به يې لوبډله له ستونزو سره مخ وي، خو که افغان لوبډلې په دغو سياليو کې ماتې وخوړه په نړيوال جام کې به له سخت فشار سره مخ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د