ورزش

افغان لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې له سريلانکا هم وړاندې شوه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په شل اوريزو نړيواله درجه بندۍ کې سريلانکا لوبډله شاته او پرځای يې اووم مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړيوالې شورا په نوې خپره شوې درجه بندۍ کې افغانستان لوبډله په ۲۴۱ پواينټونو سره له اتم څخه په اووم مقام شوه، چې سريلانکا په ۲۲۷ پواينټونو سره په اتم، ويسټ انډيز په ۲۲۶ پواينټونو سره په نهم او بنګلديش لوبډله په ۲۲۰ پواينټونو سره لسم مقام لري.

د پاکستان لوبډله پر شل اوريزو نړيواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام ده چې ۲۸۶ پواينټونه لري، سويلي افريقا په دويم، انګلستان دريم او استراليا په څلورم نمبر ده.

همدا ډول په ټيسټ درجه بندۍ کې هند لوبډله له پواينټونو کميدلو سربېره هم په لومړي مقام ده، همدا ډول انګلستان لوبډلې په يو ورځنيو لوبو کې خپل لومړی مقام ساتلی ډی.

د يادونې ده چې افغانستان لوبډلې په تېره نږدې کې ډير پرمختګ کړی او په لږه موده کې يې وکولای شول په دويم نړيوال جام کې هم ولوبيږي، اوسمهال د يو ورځنيو په نړيوال جدول کې لسم مقام لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x